The news is by your side.

طالبانو په بادغیس کې یو سړی د قران شریف د سوځولو په تور وواژه

په بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې وایي، طالبانو یو سړی د قرآن کریم د سوځولو په تور په ډزو وژلی دی.

سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې دغه کس حاجي ګل نومېږي او د جمعې په ورځ مازدیګر مهال د بادغیس ولایت د اربابانو لنګرشریف په کلي کې طالبانو په ډزو وواژه.

سرچینو خبریال وېبپاڼې ته زیاته کړې، وروسته له هغه چې حاجي ګل له خپلې مېرمنې سره جګړه وکړه، د میرمنې خور يې د جګړې د بندولو لپاره د عذر په توګه قرآن کريم ورته وړاندې کړ؛ خو حاجي ګل قرآن کریم ته اور اچولی.

سرچينې همدا راز ویلي، چې وسله والو طالبانو د دې موضوع په اړه له پوهېدلو وروسته حاجي ګل له کوره ایستلی او په ډزو يې وژلی.

په بادغیس کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان تورنو کسانو ته په صحرایې محاکمو کې سزا ورکوي بلکې له دې وړاندې یې هم ډېری خلک په صحرایي محکمو کې په مختلفو تورونو وژلي دي.

Comments are closed.

koi finance