لیزا اولاسکِز، “هیولا” که د لویدیځې نړۍ جادوګره ویناواله!
ژباړه: نجیب احمد عزیزي
لیزا په 1989 د مارچ پر 13 د امریکا په ټکزاس ایالت کې نړۍ ته راغله. هغه د کورنۍ لومړی اولاد و، د زېږون پر وخت یې وزن یوه کیلو او دوه ویشت ګرامه وو.
دا د خپل ژوند په باب وایي، په روغتون کې یې مور و پلار ته ویل شوي وو چې ستاسې لور به هيڅکله په لاسونو څه ور وانه خیستلای شي، نه به پر ژوند یو قدم حرکت وکړي. ژبه به یې هم ګونګۍ وي، نه به یې تمرکز راټولېږي، نه به یې فکري قوت پیاوړی وي. دا به د بل محتاجه وي.
د ډاکټرانو خبره د نښانو له زاویې پر ځای وه.
مور و پلار به مې پر دې خبره دردمن شوي وي، هرومرو به اندېښنه ورته پیدا شوې وي چې څنګه نادره ناروغي “سنډروم” دی؟ له دې هرڅه سره سره یې لیزا کور ته یوه وړه، هغه یې د روغ اولاد غوندي له مینې و نازه برخمنه کړه، شپې یې ورسره رڼې کړې
***
د لیزا ناروغي ناپېژانده او جالبه وه، د څېړنو له مخې پر دې ناروغي په نړۍ کې يواځې 5 کسه اخته کېدای شي. د هغې د بدن غوړ په صفر لېول کې دی، که هرڅومره ډېر خوراک وکړي، نه پرې چاغېږي، په ځواني کې هم د هغې وزن تر 29 کیلوګرامه نه دی پورته شوی، همدارنګه که په ډک نس ډوډۍ وخوري، 15 دقیقې وروسته یې بیا خوړو ته اړتیا پېښېږي، ځکه د هغې بدن هره ورځ 5000 کالورې ته اړتیا لري.
سربېره پر هغه دغه ژر ژر خوراک یې بیا هم د بدن غوړ نه شي تولیدولای. دا خپله ناروغي د خدای ج ډالۍ بولي، ځکه دا وایي وزن مې ښه دی نه ډېروي، که هر رنګه قوي خواړه وخورم وزن مې نه زیاتېږي.
هغه په راسته سترګه نه ویني او دغه نابینايي یې د عمر 4 کلني وروسته پېښ شوي. کېڼه سترګه یې هم ښه دید نهشي کولای، خو دا له ژوند راضي ده. له موکو او شرایطو د ځان په ګټه کار اخلي، هرڅه ته په نېک نظر ګوري او ژوند غوره فرصت ګڼي، د پرمختګ او لاستهراوړنو موقع یې بولي. سربېره پر دې، نه چاغېدل، پر یوه سترګه نابینایي، هرراز خپل ډنګر بدن د خپل ځان لپاره ډېر غوره بولي. دا هیڅکله نه وایي په یوه سترګه نه وینم، خو تل دا وایي چې زه نړۍ په یوه سترګه وینم، هغه د پرمختګ او کامیابي په نوم.
دا هیڅ کومه خبره نه ده. کله چې لینز اخلم د دواړو سترګو لپاره یې کاروم، داسې نه وایم چې د یوې سترګې پيسې نه درکوم.
د هغې ناروغي چې نادره ده په نړۍ کې لیږ کسان پرې اخته کېدای شي، دغه د پروګریا په نوم سنډروم دی “دا داسې ناروغي ده چې انسان تر وخت وړاندې زړېږي” د دې کرغېړنې ناروغي درمل تر اوسه طبي څېړونکیو نه دې کشف کړي.
جالبه دا ده چې د هغې ټول هډوکي روغ دي. دننه بدن یې پر دغه سنډروم نه دی مبتلا شوی. همدارنګه ډاکټران د لیزا بدن د دې وړ ګڼي چې ګډ ژوند وکړي او بچیان به یې هم پر دې ناروغي مبتلا نه شي ځکه ساري نه ده، که څه هم وزن یې او دفاعي سیسټم یې کمزوری دی، خو 30 سلنه دا امکان شته چې د دې ضعف پر بچیانو هم اغېز وکړي.
د لیزا مور و پلار ځان د هغې د مینې پوروړي بولي او له نازه یې باید ډېره برخمنه شي، خو برعکس لیزا تل د مور و پلار د مینې پوروړی ځان بولي چې له دې سره یې تل مینه کړې، شپې یې ورسره رڼې کړې او لکه غر داسې یې ځان ته تکیه بولي، پیاوړې روحیه او پر ځان باور یې ورښودلی.
دا که پر سټیج د هرڅومره زیاتو لیدونکیو په مخ کې وینا کوي سام نه ورباندې لوېږي، نه یې دا پر ژبه راځي چې ژوند یې له څومره کړاوونو ډک دی. دا بیا هم وایي چې ژوند یې په عادي ډول ۱۵۰° سانتي دی.
داسې تصور هم انسان ته سستیا او منفي افکار زېږوي چې روغ ژوند ورته تیاره کړي، بیا داسې د ځان په هکله پوچ منفیات چې ځان هیولا “مارګېزما” ورته و ایسي مثلاً که ما ماشومان وویني وبه ډار شي. د لیزا طبعه برابره وي، خوشمزاجه ده، ټوکي ده.
ټولنه بیا له هغې سره په چلند کې سرچپه وه، بهر چې به ووته له توهینه او تمسخره نه وه خوندي له ماشوم سره باید ټولنه هیڅکله داسې چلند و نه کړي، کېدای شي یو رټل شوی انسان یو وخت ټولنې ته په ستر ګواښ بدل شي، خو لیزا به په دې ضعیف جسم څه کړي وای؟ یواځې زړه به یې ودردېد، کله به کورته په بوڅو شونډو او دردېدلي زړه وګرځېده، مور و پلار به ورته ویل:” دوی ستا په کوچني بدن پورې خاندي، که ته هر رنګه په نااشنا سنډروم اخته یې، خیر! دا ناروغي به تا تعریفوي چې یو څوک یې، خپل ښوونځي ته هسک سر او په زړورتوب ځه! په موسکا او خوښه څېره! ته په خپله! ته هم د نورو انسانانو په شان وړتیاوې لرې.” هغې همداسې وکړل، لیدونکو ته یې وښودله چې لیزا څه شی ښه معرفي کوي؟
په کوم ځای کې چې دا اوسېدلې وه لکه کورنۍ، خپلوان، ملګري، دوستان؟ لیزا وایي ډېره موده مې زیار و ایست چې د ځان پېژندنې اساسي تعریف ومومي که څه هم د ټولنې منفي نظرونو یوه موده دا له ځانه نفرتي کړې وه، په هینداره کې ځان هیولا ورته ایسېده، دا یو مهال داسې هم کېده چې له خپل ډنګر وجوده، راختلو هډوکیو، ډنګرو لېچو ذهناً ناکراره کړې وه، له ځانه سره به یې ویل:” کاش داسې سهار راشي چې زما وجود او څېره ډېره ښایسته شوې وي چې نړۍ حیرانه، له ښکلا برخمنه کړم.” د هغې زړه به کله یوه ډبره شو چې په څه بلا سنډروم اخته یم دا څنګه ناروغي ده؟
هغې یو ستر ځواک درلود، مور و پلار یې ستر قدرت و، تل به یې د دې خپګان په خوشالې وربدلاوه، د هغې مور و پلار نه غوښتل چې ناروغه وپېژندل شي، تل یې دا هڅوله لور یې د لویو انسانانو په کتار کې راشي، نړۍ ته یو څه ور اضافه کړي. دا پخپله ازاد انتخاب وکړي، پرېکړه وکړي، دا خپله هم تاییدوي چې دغسې چاره ډېره سخته ده.
د ښوونځي او روزنځای له دورې وروسته چې د ټولنې له خوا یې ځور لیدلی و، تر هغه را وروسته یې په انټرنیټ کې د ځان ويډیو وموندله، په هغې کې دا د نړۍ په “بدبخته انسانانو کې ” معرفي شوې وه، دا اته ثانیې ویډیو کابو 4 میلیونه وګړیو کتلې وه، د دې بیخې سپکاوی او تمسخر وو.
په زرګونو کسانو کمینټونه ورته کړي وو، ډېری څرګندونې داسې وې: “لېزا ډېره به درته ښه وي چې ټوپک راوخلې ځان ووژنې!!”.
***
لیزا اوس هم دا خبره پر سټیج خپلو لیدونکیو ته ډېره تکراروي، تل به یې غوښتل لیدونکي او اورېدونکي پر دې خبره غور وکړي، دې به ویل که تاسې ته ډېر نااشنا خلک داسې خبره وکړي او تاسې هیڅ زیان ورته رسولی نه وي، څومره به درته سخته تمامه شي!؟
دا که څه هم پر دې ويډیو ډېره غمجنېده، خو برعکس یې بیرته انرژې هم ورکوله چې ژوند حرکت دی دا انتخاب اړین دی چې ځان کوم ځای ته ورسوې! پر دغو خبرو دا هغه رښتیا هیولا شوه؟؟ ایا د هغو خلکو په خبره پسې لاړه شي چې ورته ووایي تا باید ځان پر ټوپک وولې یا ځان ته اور ور واچوې!
هغې غوښتل کوم څه چې دا یې لري، باید ځان ورباندې تعریف کړي، داسې نه چې د نورو په خبرو پسې لاړه شي او خپلو نیمګړتیاوو ته ځیر شي یانې دا چې زه یو څوک یم، نه دا چې زه په یوه سترګه نه وینم. که هر څوک ځان ته داسې تلقین ورکړي ښایي ناروغي او منفي فکرونه ورباندې غالب شي.
د دې په خبره که مې سترګه دید نهشي کولای، خیر! وېښتان خو مې ښایسته دي. فکر مې دومره قدرت لري چې ځان ته دا قوت ورکوم چې هر ځل د بریا او پرمختګ ځواک راکې پیداکېږي. نړۍ ته یو څه ور زیاتولای شم. ګټورتوب ثابتولای شم.
لیزا تل خپل شپږم حِس کارولی، د ادراک او مثبتګِرایي حس ته یې غوږ نیولی، خو پر ځان یې تل د منفي سوچونو، بدو خبرو، سستیا و ټنبلې دروازې تړلې دي. منفي چارو ته یې منفي غبرګون نه دی ښودلی چې وخت یې ونیسي، بلکې خپلو موخو ته خوځېدلې.
لېزا پوهنتون ته تللې، خلکو ته یې په جرائت د پرمختګ او هڅولو جادویي ویناوې کړې. هغوی ته یې د خپل قوت واګې ورکړې. کتابونه یې لیکلي اوس هم هغه روانه ده. لیدونکي د هغې له ویناوو اغېزمن شوي، بریالي شوي د خوښۍ او بسیاینې درسونه یې ورکړي…
لېزا لومړی کتاب د زړهورې مور رېتا په مرسته او زیار چاپ کړ. لومړی کتاب چې د مور په خوښه یې نوم ورباندې کېښود: “د ښایسته لېزا ” په نوم د 2010 کال په لومړیو کې پر انګلیسي او هسپانوي ژبو خپور شو. تر دې وروسته یې بل هڅونکی کتاب چې له خپلو ستونزو او خاطرو یې مالامال و سمدستي پسې چاپ کړ. د دغه کتاب نوم “ښکلی اوسه!” درېیم کتاب یې “پخپله اوسه!” په دغو کتابونو کې لیزا لوستونکی هغو اسرارو ته بیایي چې انسان خپل درون ته متوجه کوي، وړتیاوې یې رابرسېره کېږي، دغه کتابونه چې هر څوک لولي، مټیویټ یې روزي، پر ځان باور یې زیاتېږي، د شخصیت روزنه یې ورباندې عالي کېږي.
د کتابونو منځپانګه یې ټول هغه درسونه لري چې د انسان ظاهري ښکلا و بڼه مهمه نه ده، بلکې مهمه دا ده چې انسان څه ډول دی، هماغسې دې ځان قبول کړي.
لېزا د خپلو کتابونو په سریزو کې لیکلي: “د هر انسان پر سر هماغومره ستونزې پرتې وې چې د ګاللو توان یې لري! زما ژوند ښه دی، البته تل هم نه! ډېرو کسانو به ویل لېزا به د خپل 23 کلن ژوند پړاو څنګه پر کتاب بدل کړې ته یې د لیکلو توان لرې؟” خو زه چې اوس هغه خبرې چې له ټنبلو ذهنونو راوتې او زما غوږونو ته رسېدې اوس چې را یادې شي سر وښوروم له ځانه سره مَسکه شم.
په دغه 23 کلن عمر کې پر ما ډېر بېلابېل حالتونه راغلل، تېر شول، زه رښتیا وایم چې په ما کې هیڅ منفي بدلون او چلند رانغی، نه له هڅو لاس پر سر شوم او نه د منفي خبرو په دام کې ونښتم. تل مې هڅه کړې چې د سریښو له ډنډه څنګه ځان اوچت وباسم.
د دغو کتابونو لیکلو ماته زما په ټولنه کې وخت پر وخت نور فرصتونه، پیسې، درناوی، علمي پرمختګ نور هم برابر کړي، همدارنګه د ماضي له جاله یې را ایستلې یم چې روڼ سباوون ته ووځم، دغه زیار مې اوس پایله هم و کړې.
خو دا یو انساني عادت دی چې کله وخت پر انسان عواطف غالبېږي، اوښکې غبرګون وي.
زه کوچینۍ وم هر ماشوم له وړکتوبه د مشرانو، شفقت، مینې او خلوص ته تږی وي، خو زما مور او پلار هرڅه وو، دا ډېره ځورونکې وه چې 4 میلیونه وګړیو زما توهینونکې ویډیو په یوټوب کې کتلې او منفي له تمسخُره ډکې څرګندونې ورباندې کړې وې، زما لپاره دومره دردونکې وه چې هیڅکله باید و نه زغمل شي؛ مګر سره له دې د خپل بریالیتوب خوبونه او مِقناطیسي احساس و جذبې مې هڅو ته لا ګړندۍ کولم.
زه له کورنۍ، همکارانو خوښه یم، ښې اړیکې ورسره پالم، زما د هرې کامیابۍ مبارکي هر یوه ته وایم، د کتاب لیکل راته مهم نه ایسي؛ مګر موخه مې دا ده چې تاسې ته د خپل ژوند څو خاطرې وړاندې کړم چې ژوند څنګه بهتر کېدای شي.
له دې وجهې تاسې ته وایم له خدای ج سره اړیکې ماته ډېر قوت راکړ، دا نه درته وایم چې خدای ج هغه غوښتنې چې تاسې یې لرئ هماغسې در پوره نه کړي، نه، داسې نه ده.
خدای پاک ستاسې لپاره منظم مهال وېش لري، سختۍ درباندې راولي، خو بیا هم ستاسې پر سر قدرت لري، له دې هرڅه سره توان هم در کوي.
ستاسې یوازېنی کار دا دی چې له رب سره له راز و نیاز وکړئ، د خپل دروني احساس جلبلانده غږ او احساس واورئ. رښتیا چې رب پر موږ مهربانه دی، مینه راسره لري له موږ هر یوه سره، نن چې په کوم مسیر یم، خدای ستاسې د زړه اواز اوري، څه چې تاسې له رښتینې زړه غواړئ هماغه درکوي.
رب هر انسان ته دا موکه ورکړې چې له هغه ستر ذات سره د زړه اړیکه جوړه کړي. داسې قوي رابطه چې هغه رازونه بس هماغه پوره کولای شي، نه بل څوک. دا تمه لرم چې د ښه ژوند مسیر ومومئ او د خوښۍ و ارامتیا دريڅې ستاسې پر مخ پرانستل شي…
***
د لیزا د “خوښۍ ټاکنه” کتاب کې د هغه د ژوند ربړې، کړاوونه او پر هغو د بریالي کېدو لارې وړاندې شوې دي، یانې څنګه خوښېدای شو؟! همداراز د لیزا د ژوند په هکله د 2015 د مارچ پر 15 د هغې د زړورتیا په باره کې مستند خپور، په لوېدیځه نړۍ “امریکایي او اروپايي ټولنه” کې د هغه تود او دروند هرکلی وشو، دا نه یواځې مشهوره شوه، بلکې د هغې ژوند او مبارزه په روغو انسانانو کې هم د لټې و سستیا پر ځای خوځښت او روانتیا راولي، اوس په لوېدیځه نړۍ کې لیزا “هیولا” نه، بلکې په هڅانده او تکړه شخصیت پېژندل کېږي او د هغه تر څنګ خپله ټولنه یې درناوی هم کوي.
پای
ـ د دې له ژونده دا زده کېږي چې پر خپلو شته نعمتونو ایستل؛
ـ تل پلټونکی ذهن درلود او هڅه کول؛
ـ د خلکو په منفي خبرو تمرکز نه کول؛
ـ د ژوند په لږو امکاناتو قناعت، خو هڅه ډېره کول؛
ــــــــ
د هغې ژوند له پرلهپسې هڅو ډک دی، دغه زیار د لیکوالي، خبریالي همداراز د وینا جادویي قدرت هم ورکړی.
Comments are closed.