The news is by your side.

د سوډان حکومت او خلکو ته د طالبانو مشوره: د اختلافاتو د حل لپاره خبرې وکړئ

خبریال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې په سوډان کې د پوځ د چټک غبرګون د ځواک له خوا د واک د ترلاسه کولو لپاره ناکرارۍ او کودتاه دوام لري او د دغه هیواد له خلکو څخه یې لسګونه قربانیان اخیستي دي، طالبانو د سوډان حکومت او خلکو ته سپارښتنه کړې، چې په دې اړه سلا مشورې او خبرې اترې پیل کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبرپاڼه کې په سوډان کې د روانو ناکراریو په اړه د دغې ډلې دریځ څرګند کړی دی.

مجاهد ویلي، چې جګړه د حل لاره نه ده، ولسونه له منځه ځي او له جګړې وروسته حکومتونه کمزوري کېږي، چې بهرنۍ مداخلې زیاتېږي.

نوموړي وړاندې لیکلي: “د هغو ستونزو په پرتله چې هلته د جګړې لامل شوي، د جګړې زیانونه څو چنده کیږي او د هغه هیواد خلکو او حاکمیت ته ګواښ کوي.”

طالبانو د سوډان خلک او حکومت وهڅول چې مشورې او خبرې اترې وکړي، په داسې حال کې چې دوی د نړیوال ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره د سیاسي جریانونو سره د خبرو اترو غوښتنه رد کړې ده.

باید وویل شي چې د روانې اونۍ له پیل راهیسې په سوډان کې ناکراري خپل اوج ته رسېدلې ده.

د راپورونو له مخې ناکرارۍ د پوځ د چټک غبرګون ځواک له کودتا وروسته پیل شوې.

Comments are closed.

koi finance