The news is by your side.

فايق: طالبان لا هم پخواني پوځيان وژني

خبریال وېبپاڼه: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي، د طالبانو لخوا د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو وژل دوام لري.

نصیر احمد فایق دغه څرګندونې نن په خپله ټویټرپاڼه کړې دي.

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو د یوه غړي (ریاض احمدزي) د خپل کور مخ ته، د وژل کېدو د خبر له بیا خپرولو سره، فایق د پخواني پوځي د هدفي وژنې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

نصیر احمد فایق پوښتنه کړې: د طالبانو عفوه چیرته ده؟

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د د دایمي استازولۍ سرپرست طالبان بداسې وخت کې د تېر حکومت د سرتېرو په وژلو تورنوي، چې پدې وروستيو کې په بېلابېلو ولايتونو کې د دغو سرتېرو مرموزې وژنې زياتې شوې دي.

د دغو وژنو عاملین تر اوسه نه نیول شوي او نه محاکمه شوي دي.

Comments are closed.

koi finance