The news is by your side.

شهباز شریف: عمران خان په قصدي ډول په پنجاب کې پرمختګ ورو کړی

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، د عمران خان په مشرۍ د دغه هېواد پخواني حکومت، په قصدي ډول په پنجاب کې هغه پرمختګ ورو کړ، چې د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ حکومت پیل کړی و.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور پر بنسټ، د پاکستان لومړي وزیر دغه څرګندونې د دغه هېواد له کابینې سره په کتنه کې وکړې.

شریف زیاته کړه چې تېر حکومت په تېرو څلورو کلونو کې د دغه ایالت چارې د یوه بې‌کفایته او لاس‌پوڅي وزیر په لاس کې وې.

هغه وویل: «د دې پر ځای چې د دولت پرمختګ ته پام وکړي، د لومړي وزیر دفتر لخوا په فدرالي کچه د سیاسي مانورو لپاره ورڅخه ناوړه ګټه پورته شوه. د عامه ګټو پروژې چې باید بشپړې شوې وای، د تیر حکومت په کلونو کې له ستونزو سره مخ وې.»

د يادونې وړ ده، چې عمران خان له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان لومړی وزير و او په پارلمان کې د نه باور رايې له امله، له واکه لرې شو.

خو عمران خان له واکه لېرې‌کېدو وروسته څو ځلې د حکومت پرضد لاريونونه وکړل او د ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه يې کړې ده.

شهباز شریف تر دې دمه د عمران خان لخوا د نویو ټولټاکنو د ترسره کولو غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې به ټولټاکنې له ټاکل شوې نېټې سره سم، د روان کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.

له هغه وخت راهیسې دغو دوو پاکستاني چارواکو تل یو پر بل په حکومتولۍ کې د بې‌کفایتۍ، فساد او ځینې نور تورونه لګولي دي.

Comments are closed.

koi finance