The news is by your side.

اوچا: پر افغانانو بې‌سارې قحطي را روانه ده

خبریال وېبپاڼه: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، افغانستان د تېرو ۲۵کلونو په پرتله له بې سارې قحطۍ سره مخ کېدوونکی دی.
یادې ادارې تېره ورځ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې له یو لوري یې مالي سرچینې په وچېدو دي او له بله لوري میلیونونه افغانان له داسې لوږې سره مخ دي چې په تېرو ۲۵ کلونو کې یې ساری نه لیدل کېده.
د دې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اوس مهال په افغانستان کې شل میلوینه وګړي له لوږې سره مخ دي او شاوخوا شپږ میلیونه نور بیا له قحطۍ سره په یو ګام فاصله کې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، بنسټیزو خدماتو ته د نه لاسرسي او دغه راز له بشري حقونو څخه د سرغړونو له کبله څلور میلیونه ماشومان او د هغوی میندې پر خوارځواکۍ هم اخته شوي دي.
اوچا تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په افغانستان کې میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي او که مرسته ورسره ونه شي، نو ستر بشري ناورین به رامنځته شي.
دې یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو هم ویلي و چې په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.

Comments are closed.

koi finance