The news is by your side.

له زدکړو سره د دوښمنۍ دوام؛ طالبانو په کندهار او هلمند کې محلي ښوونځي وتړل

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري په کندهار او هلمند ولایتونو کې محلي ښوونځي تړل شوي.
یاد وزارت په یو خپاره کړي مکتوب کې د دواړو ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته امر کړی چې د دوی تر بل امر پورې به د ټولو موسساتو ښوونیز فعالیتونه تړلي وي.
په هېواد کې ټول محلي ټولګي د موسساتو له لوري تمویليږي چې د طالبانو له لوري پر بندیز پر زده کړو او مرستندویه بنسټونو پر فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې یو بل ګام دی.
په مکتوب کې راغلي په مکتوب کې راغلي چې د پوهنې وزارت د یادو ولایتونو لپاره یو لوړ رتبه هئیت ټاکلی، ترڅو په دغو ولایتونو کې د موسساتو ښوونیز فعالیتونه وڅېړي او ټول اختلافي مسائل په ولسي کچه حل کړي.
دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې څه موده وړاندې طالبانو د یوناما پرښځینه کارکوونکو د کار بندیز هم ولګاوه.
خبریال ویبپاڼې هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د چارواکو نظر هم ولري، خو هغوی له پرلپسې هڅو وروسته هم زموږ اړیکې او پیغامونه بې ځوابه پرېښودل.
د یادونې وړ ده چې له تېرو دوه کالو راهیسې په هېواد کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګیدلی.
که څه هم تمه وه چې د موسساتو له لوري به محلي ټولګي د زده کړو په برخه کې د ماشومانو ظرفیت لوړ کړي، خو د طالبانو له دې اقدام وروسته به ماشومان له نورو زده کړو هم بې برخې شي.

Comments are closed.

koi finance