The news is by your side.

ملا هبت الله: دیني عالمان دې خلک د طالبانو پر ضد له بغاوته منع کړي

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو نه‌ لېدل‌شوی مشر ملاهبت الله اخندزاده د کوچنی اختر په مناسبت پخپل پیغام کې ویلي، چې دیني عالمان مکلفیت لري چې د خلکو د پوهاوي او اصلاح لپاره هڅې وکړي او خلک د دې ډلې پر وړاندې له پاڅون څخه منصرف کړي.

د طالبانو د مشر شپږ مخیز پیغام، نن له غرمې مخکې خپور شوی.

نوموړي افغانستان کې د دیني عالمانو مسوولیت ته په اشارې سره هغوی ته امر کړی، چې د جوماتونو د منبرونو له لارې، خلکو ته د اسلامي نظام ارزښتونه بیان کړي.

د طالبانو مشر همدا ډول ټینګار کړی، چې د «اشغال» فکري او اخلاقي اغیزې په کلتوري، تعلیمي، اقتصادي او رسنیو برخو کې د اصلاحاتو په راتګ سره پای ته رسیږي.

د طالبانو مشر د اختر په پيغام کې د دغې ډلې په قضايي اصلاحاتو، د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت فعاليتونو، د سوداګری وزارت، د افغانستان په کورنيو چارو کې د ګاونډيو او نړۍ د هېوادونو لاسوهنه، د سوالګرو راټولول، د طالب جنګیالیو مکلفيتونه، د جنګیالیو ښوونه او روزنه، او د روغتیا او امنیت په اړه خبرې شوي دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو نه‌لیدل‌شوی مشر په خپل اختریز پیغام کې له نړۍ سره د اړیکو پر لرلو ټینګار کړی، د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، تېره شپه په جاپان کې، په یوه غونډه کې ویلي چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو عادي کېدل د طالبانو په کړنو پورې تړلې دي.

Comments are closed.

koi finance