The news is by your side.

د نړۍ شتمنو هېوادونو جي۷ په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې

خبریال وېبپاڼه: نړۍ شتمنو هېوادونو جي۷ په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې
تېره ورځ د جاپان د بهرینو چارو د وزیر په کوربه‌توب د جي۷ هېوادونو په ناسته کې د افغانستان د بشري وضعیت او په دغه هېواد کې د بشري حقونو د نقض په اړه اندېښنه څرګنده شوې.
د جاپان د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې یادو هېوادنو ویلي، په افغانستان کې دنجونو پر زده کړو او مېرمنو پرکار بندیز د منلو نه دی.
یادو هېوادونو دغه راز غوښتنه کړې چې نړۍ باید له طالبانو دا تضمین ترلاسه کړي چې افغانستان د ترهګرو ډلو پر خوندي پټنځای بدل نه شي.
د جي ۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د طالبانو له لوري له غیر دولتي موسسو سره د مېرمنو پر کار بندیز هم د اندېښنې وړ بللي او په سمدستي ډول یې د دغه بندیز د لرې کولو غوښتنه کړې.
په همدې حال کې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ویلی، اړتیا ده چې د نړۍ‌‌والې ټولنې په ملتیا له طالبانو سره خبرې وشي.
بل لورته په کابل کې د جاپان سفیر د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره په کتنه کې ویلي چې طالبان باید د نړۍوالې ټولنې یو شمېر غوښتنې ومني.

Comments are closed.

koi finance