The news is by your side.

د پوتین منتقد په ۲۵ کاله بند محکوم شو

په روسیه کې د پوتین منتقد او د اپوزیسون غړی ولادمیرکارا په له اوکراین سر د روسیې په جګړه د یو شمېر نیوکو له کبله په ۲۵ کاله بند محکوم شو.
د روسیې رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي د پوځ په اړه په ناسمو معلوماتو ورکولو او له یو سازمان سره د تړاو په تور نیول شوی دی.
نوموړی په روسیه کې د پوتین وروستی مخالف سیاستوال دی چې د نیولو حکوم یې کېږي.
دا په روسیه کې د اپوزیسون غړي ته د بند تر ټولو اوږده موده سزا ده چې اورول کېږي.
نوموړي تېر کال ویلي چې روسیې په اوکراین کې د استوګنې په کورونو بریدونه کړي او جنګي جرمونه یې ترسره کړي.
بل لورته کارا پر ده لګول شوي د ناسمو معلوماتو د خپرولو او له یو سازمان سره د اړیکو لرلو تورونه رد کړي، خو د روسیې د جنګي جنایتونو په اړه یې ویلي چې هر څه ورسره مستند دي او له خپلې هرې خبرې په شاه نه شي.
بل لورته د بشري حقونو د څار یوې ډلې د کارا نیول کېدل د عدالت تر پښو لاندې کول بللي.

Comments are closed.

koi finance