The news is by your side.

شتاینر: یوناما به راتلونکې میاشت له افغانستانه ووځي

خبریال وېبپاڼه: د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام مشر، (آخیم شتاینر) وایي، که طالبان له دغه سازمان سره د ښځو پر کار کولو بندیز لغوه نکړي؛ نو یوناما به له افغانستانه د وتلو « زړه بوږنونکي» پرېکړه وکړي.

اسوشیټیډ پریس نن د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر په حواله راپور ورکړی، چې که له طالبانو سره د دغه سازمان خبرې کومې نتیجې ته ونه رسیږي، یوناما به د مې په میاشت کې له افغانستانه ووځي.

شتاینر وویل چې دوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دي، چې ملګري ملتونو څانګو او دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز له فرمانه مستثنی کړي.

هغه زیاته کړې: «دا سمه ده چې ووایو چې په اوس وخت کې موږ کوم حالت کې یو، د ملګرو ملتونو ټول سیستم باید یو ګام شاته واخلي او د خپل فعالیت د وړتیا ارزونه وکړي.»

که څه هم د ملګرو ملتونو چارواکي تاییدوي، چې طالبانو ښځو ته په ځینو برخو کې د کار اجازه ورکړې ده؛ خو وایې چې افغانستان د لا زیاتو ښځینه کارکوونکو کاري ځواک ته اړتیا لري.

طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر ژوند د محدودیتونو د لګولو ترڅنګ په روانه میلادي میاشت کې د ملګرو ملتونو له څانګو سره د ښځو پر کار کولو هم بندیز ولګاوه.

Comments are closed.

koi finance