The news is by your side.

ملاله: نړۍ دې له طالبانو څخه د افغان ښځو حقونه واخلي

خبریال وېبپاڼه: د ښځو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ له نړۍ والې ټولنې غوښتي چې له طالبانو څخه د افغان مېرمنو حقونه وغواړي.
نوموړې پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، طالبانو له اوږدې مودې څخه له افغان ښځو څخه خپل حقونه اخیستي او نړۍ‌والې ټولنې ته په کار ده چې په جدي ډول د افغان ښځو او نجونو د حقونو غوښتونکي شي.
هغې لیکلي، د افغانستان په اړه په دوحه کې جوړېدونکې غونډه کې باید نړۍ له طالبانو په کلکه وغواړي چې د افغان مېرمنو حقونه ورکړې.
ملاله یوسفزۍ دا څرګندونې په داسې حال کوي چې له کوچني اختر یوه ورځ وړاندې حامد کرزي هم له طالبانو وغوښتل چې د یو پرځان بسیا افغانستان لپاره د ښځو حقونه او د نجونو زده کړو ته جدي پام وکړي.
ټاکل شوې چې راتلونکې مې میاشت په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي په کوربه توب یوه ناسته ترسره شي.
وبه لیدل شي چې په دې ناسته کې له طالبانو څخه کومې غوښتنې مطرح کېږي.
که څه هم تر دې وړاندې په ګڼو نورو نړۍوالو ناستو کې له طالبانو غوښتل شوي چې د افغان ښځو حقونه ورکړي، خو دې ډلې لاهم په دې اړه سترګې پټې کړې دي.

Comments are closed.

koi finance