The news is by your side.

ډونالډ ټرمپ: طالبانو له موږ ۷۰۰ زره میله امریکايي وسلې ترلاسه کړي

خبریال وېبپاڼه: د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، اووه‌سوه زره میله امریکایي وسلې ترلاسه کړې دي.

آی‌بي‌سي‌ نن راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر دا خبره د فاکس نیوز سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړې ده.

ټرمپ ویلي چې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه چې د امریکا له خوا په وسلو سمبال شوي و، یوازې څلویښت زره وسلو ته اړتیا درلوده؛ خو له افغانستانه د دغه هېواد د وتلو په پای کې پخوانیو افغان پوځیانو ۷۰۰ زره امریکايي وسلې په خپل واک کې درلودې.

د امریکا پخواني ولسمشر همدا راز ادعا کړې، چې هېواد یې د افغانستان پخواني حکومت ته د موټرو، الوتکو او توپونو په ګډون د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت تجهیزات ورکړي دي.

دونالډ ټرمپ طالبانو ته په اشارې سره وویل: «هغوي پاتې نورې وسلې خرڅوي او شتمنۍ ټولوي. موږ دغه وسایل هلته پرېښودل.»

هغه په افغانستان کې د امريکا د پاتې وسايلو په راګرځولو په ټينګار سره وويل: «زه هر مېخ غواړم، هر پیچ غواړم، هر بولټ او نټ غواړم، هغه لويې خېمې غواړم. زه هغه ټول غواړم.»

ټرمپ، په داسې وخت کې د طالبانو لخوا د امریکايي وسلو د خرڅلاو خبره کوي، چې د افغانستان پخواني ولسمشر محمداشرف غني په دې وروستیو کې د اختر په مناسبت پخپل پیغام کې ویلي و چې د طالبانو مشران د وسلو په قاچاق سره، شتمن شوي دي.

Comments are closed.

koi finance