The news is by your side.

سوډان کې د اوربند هوکړه وشوه

خبریال وېبپاڼه: په سوډان کې د جګړې دواړو لورو له لس ورځنیو خونړیو شخړو وروسته په ۷۲ ساعته اوربند هوکړه کړې ده.

نړیوالو اژانسونو ویلي، چې دغه اوربند د امریکا او سعودي عربستان په منځګړیتوب تر دوه ورځنیو سختو بحثونو وروسته له تېرې نیمې شپې راهیسې نافذ شوی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د یوې اعلامیې په استناد د دغه اوربند خبر ورکړی دی.

تېره اونۍ هم د جګړې ښکېلو جنرالانو ۲۴ ساعته اوربند منلی و، خو سم لاسي اوربند مات او دواړو لورو یو بل په سرغړونه تورنول.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي وویل، چې د سوډاني پوځ او د چټک غبرګون د ملېشو ترمنځ په نښتو کې، ۱۲۰ افغانان بند پاتې دي.

د متقي په وینا: «نن پدې کار مشغول وم چې په سوډان کې د بندو پاتو افغانانو ساتنه وشي.»

خو دغه طالب چارواکي په سوډان کې د بندو افغانانو د ژغورنې لپاره، د دغې ډلې د هڅو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

اوس مهال د نړۍ بېلابېل هېوادونه په جګړه کې له ښکیل سوډان څخه د خپلو وګړو په ایستلو بوخت دي.

ویل کېږي چې تر اوسه امریکا او برتانیا توانېدلي چې له سوډانه خپل ډیپلوماتان او خپل نور وګړي وباسي.

هېره دې نه وي، چې د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون د ملېشو ترمنځ له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په جګړو کې ۲۵۰ ملکیان وژل شوي دي.

Comments are closed.

koi finance