The news is by your side.

خيبر پښتونخوا: سوات کې د پوليسو يو مرکز کې د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان خيبر پښتونخوا ايالت سوات ښار کې د پوليسو په يو مرکز کې د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې.

پرون ماښام ناوخته د سوات ښار کبل سيمه کې د ترهګرۍ ضد پوليسو په يو مرکز کې دوه پرلپسې چاودنې رامنځته شوې.

د خيبر پښتونخوا د ځايي پوليسو په وينا په دغه مرکز کې په زياته اندازه وسلې او مهمات هم وو خو معلومه نه ده چې دا پېښه د همدې مهماتو د چاودنې په پايله کې رامنځته شوې او که ځانمرګی برید وو. ودانۍ په بشپړ ډول له منځه تللې ده.

د راپورونو له مخې د چاودنې له ځايه ۳۶ مړه او ۷۴ تنه ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي. او له امله يې د خيبر پښتونخوا په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخيستی.

خو په پاکستان کې ډېر کله ورته ترهګريز بريدونه د ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان له لوري ترسره کيږي.

په دې وروستيو کې په پاکستان کې پر پاکستاني پوليسو او استخباراتي چارواکو بريدونه زيات شوي دي.

Comments are closed.

koi finance