The news is by your side.

په اتریش کې د طالبانو د مخالفینو غونډه پیل شوه

خبریال وېبپاڼه: په اتریش کې د طالبانو پر ضد د خوځښتونو او شخصیتونو دویمه غونډه څو شېبې وړاندې پیل شوه.

دغه غونډه د دوهم ځل لپاره نن د دغه هیواد په پلازمینه ویانا کې د اتریش د نړیوال انستیتیوت له خوا جوړه شوه.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د دغې غونډې له ګډونوالو څخه دي.

د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ همغږي او د باور رامنځته کول او د دغې ډلې پر وړاندې د مقاومت پراخول د دغې غونډې له مهمو محورونو څخه بلل کېږي.

د افغانستان په تېر حکومت کې د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل چې دغې غونډې ته بلنه ورکړل شوې وه، وویل چې مخکې له مخکې د ویانا په دوهمه ناسته کې ګډون نه شي کولای.

په دې غونډه کې یو شمېر سیاسي فعالانو، د تېر حکومت چارواکو، د پخواني ولسي جرګې غړو، خبریالانو او مدني فعالانو هم برخه اخیستې ده.

ټاکل شوې چې دغه غونډه د ثور له څلورمې تر شپږمې نېټې دوام وکړي.

د طالبانو ضد څېرو لومړۍ غونډه چې درې ورځې يې دوام وکړ، د تېر کال د مرغومي په ٢٤مه د دغه هېواد په پلازمېنه ويانا کې د اتريش د نړيوال انسټيټيوټ له خوا ترسره شوه.

Comments are closed.