The news is by your side.

ګوترش ته لیک: ترهګرېزه ډله باید په رسمیت ونه پېژنئ

خبریال وېبپاڼه: په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو له ځانګړیو استازو سره، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د غونډې کېدو تر اعلان وروسته، ۸۱ افغان مدني او سیاسي فعالانو، روښانکفرانو او اکاډمیکو څېرو، انتونیو ګوترش په نامه، یوه «پرانستي» لیک کې، د داسې غونډې د جوړېدو، لغوه کول غوښتي دي.

په دغه لیک کې ویل شوي دي: «د یوه ترهګر رژیم رسمیت پېژندلو ته لار مه هواروئ.»

په لیک کې زیاته شوې:«د هغې ځانګړې غونډې له جوړولو ډډه وکړئ چې ټاکل شوې د مې په لومړۍ او دویمه په دوحه کې، د طالبانو رژیم د رسمیت پیژندلو پر احتمالي لارو چارو بحث وکړي.»

د دغه لیک لاسلیک کوونکي، چې تر ډيره سیاسي او مدني فعالان دي، ټینګار کړی چې دوی « د هر هغه سیاسي پلان مخالف دي چې ځانګړې موخه یې په نړیواله کچه د طالبانو رژیم رسمیت پېژندلو ته د زمینې برابرول وي.»

د دوی په وینا، طالبان به په «سیاسي امتیازاتو» بدل نه شي.

په لیک کې راغلي: «د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په ناقانونه توګه، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، هغوی په سیستماتیک ډول د څه باندې دېرش میلیونو افغانانو اساسي بشري حقونه، تر پښو لاندې کړي دي. ښځې چې لږ تر لږه د هیواد نیمایي نفوس جوړوي، له کور بهر کار او زده‌کړو له ډګره اېستل شوې دي.

افغان فعالانو د طالبانو تېر ته په اشارې سره، د «سیاسي امتیازاتو ورکولو» له لارې، د دې ډلې بدلیدل رد کړي دي.

ټاکل شوې د هېوادونو له استازو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي غونډه، د غويي په ۱۱مه او ۱۲مه، د قطر په پلازمېنه کې جوړه شي.

پر دغې غونډې د هېواد د سیاستوالو او مدني فعالانو د پراخو نیوکو په ځواب کې، د ګوترش ویاند ویلي دي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د کتنې اصلي چورلیز، د افغانستان لپاره د هېوادونو د استازو د هڅو همغږي کول او طالبانو ته د یوه واحد پیغام استول دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي دي، چې په دې غونډه کې به د طالبانو پر احتمالي رسمیت پېژندنې تمرکز ونه شي. خو د دې ادارې د مرستیالې امینه محمد وروستیو څرګندونو اندېښنې او ګونګتیاوې رامنځته کړې دي.

Comments are closed.

koi finance