The news is by your side.

امریکا: طالبان دې د رسمیت پېژندلو خوبونه نه ګوري

خبریال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې ټاکل شوې په قطر کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو غونډه جوړه شي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبان به په رسمیت ونه پېژني.

دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند ودانت پاتل نن په يوه خبري ناسته کې وکړې.

نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېست د سفر پر پلان هم خبرې وکړې، چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه ناسته کې چې د مې په لومړۍ او دوهمه به په قطر کې جوړه شي، هغه وویل چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اوس‌مهال په دې برخه کې کوم پلان نه لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال‌ویاند څرګنده کړه چې د بشري حقوقو په تېره بيا ښځې او نجونې په پرلپسې توګه له حقونو څخه محرومول، د نړيوالې ټولنې له خوا ددغې ډلې د پيژندلو په لاره کې يو له مهمو خنډونو څخه دي.

دغه امریکايي چارواکي د داعش د خوځښتونو په اړه د اندېښنو په ځواب کې ویلي، چې په سیمه کې د دغې ډلې له منځه وړل، اوس هم د امریکا او د هغې د متحدینو اصلي لومړیتوب دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ نږدې دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

تر دې مخکې روسیې هم اعلان کړی و، چې تر هغو چې طالبان د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره نه‌کړي، په رسمیت به یې ونه پېژني.

Comments are closed.

koi finance