The news is by your side.

په امریکا کې ټاکنیزې سیالۍ؛ نیکي هیلي بایډن د معاصر تاریخ تر ټولو کمزوری ولسمشر وباله

خبریال وېبپاڼه: په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې او د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې نیکي هیلي جوبایډن د معاصر تاریخ تر ټولو کمزوری ولسمشر بللی دی.

هیلي دغه څرګندونې د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بایډن د بیا نوماندۍ تر اعلان وروسته وکړې.

هیلي ټینګار کړی چې د جو بایډن د تقاعد وخت رارسیدلی دی او یو ځل بیا پیاوړې او ویاړلې امریکا جوړه کړي.

نیکي هیلي د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د جنوبي کارولینا پخوانۍ والي او په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وه.

باید وویل شي، چې د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن پرون ورځ په رسمي توګه د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپله نوماندي اعلان کړه.

هغه له رای ورکونکو وغوښتل چې هغه ته فرصت ورکړي چې د خپلې دندې حلف پوره کړي.

جو بایډن به د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې په پای کې ۸۶ کلن شي.

داسې ښکاري چې د هغه زوړ عمر د دې لامل شوی چې په امریکا کې ډیری دیموکراتیک رایه ورکوونکي په دې موقف کې د هغه د بقا په اړه فکر ونه کړي.

Comments are closed.

koi finance