ملګر ملتونه: طالبانو ته مو د دوحې په ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې
خبریال وېبپاڼه:.ملګري ملتونه وايي، د دوحې په ناسته کې یې طالبانو ته د ګډون بلنلیک نه دی ور لېږلی او نه غواړي چې یاده ډله په دې ناسته کې ومني.
د یاد سازمان ویاند سټیفن دوچاریک تېره ورځ په یوه خبرې غونډه کې ویلي، د افغانستان په اړه به د دوحې په جوړېدونکې ناسته کې د ګڼ شمېر هېوادونو استازي ګډون ولري، خو طالبانو ته په کې د ناستې اجازه نه ورکوي.
نوموړي دغه راز ویلي، په دې ناسته کې د طالبانو په رسمیت پیژندنه د بحث موضوع نده بلکې د غونډې هدف د افغانستان په هکله د دوامدار مخکې تګ لپاره د نړیوال تعامل بیا پیاوړي کول او ګډو اهدافو لټول دي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي و چې ښايي په دې ناستې کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه بحثونه وشي.
دا ناسته په داسې حال کې کېږي، چې اوس مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو پر ښځینه کار کوونکو هم بندیزونه لګول شوي.
Comments are closed.