The news is by your side.

امریکايي جنرال: د افغانستان خاوره امریکا ته ګواښ ده

خبریال وېبپاڼه: پخواني امریکايي جنرال پېټریک راینرټ ویلي، په افغانسان کې اوسنی وضعیت د امریکا لپاره ګواښوونکی دی.
هغه ویلي، د افغانستان فضا بې نظمه ده او دا چاره د دې سبب کېږي چې د امریکا لپاره ګواښ پېښ کړي.
نوموړي ویلي، افغانستان لاهم د یوې جنایتکارې ډلې په منګولو کې دی او دا سیمه په دې ډول نه شي جوړېدی.
جنرال پېټرېک یو وار بیا ویلي، په افغانستان کې د داعش ډلې خوندي پټنځایونه د لویدیځ د ګټو لپاره ننګونکي دي.
هغه د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط کېدو سبب ګڼلی او ویلي یې دي، چې د پخوانۍ اردو پر مهال یې ځان خوندي احساسوه، خو اوس فکر کوي چې امریکا به د داعش یا نورو ترهګرو ډلو تر ګواښ لاندې راشي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اوس مهال په افغانستان کې داعش ډلې خپل بریدونه زیات کړي دي.
تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر امریکايي چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې پر شتون اندېښنه ښوودلې وه.
تازه د ګډو ګټو امنیتي تړون د سازمان غړو هېوادونو هم د افغانستان له پولو څخه د ترهګرۍ ګواښ په ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړي.

Comments are closed.

koi finance