The news is by your side.

باربارا: طالبان افغان میرمنې له ټولنې په سیستماتیک ډول بهر کوي

خبریال وېبپاڼه: په ملګرو ملتونو کې د برتانیې سفیره باربارا ووډوارډ وايي، د طالبانو ناوړه جنسیتي محدودیتونه د دې لامل شوي چې له ټولنې څخه افغانې ښځې او نجونې په سیسټماتیک ډول وویستل شي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې ووډوارډ دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې په خپله وينا کې وکړې.

په ملګرو ملتونو کې د برتانیې سفیرې دا هم وویل چې د دغه سازمان په دفترونو کې د افغان ښځو له کار منع کول د ښځو له بنسټیزو حقونو څخه د طالبانو د بشپړې بې غورۍ وروستۍ بېلګه ده.

هغې وویل: «دا بندیز د ملګرو ملتونو د منشور له اساسي اصولو څخه مستقیمه سرغړونه ده. “په داسې یو حالت کې چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري، دا به ښځو او نجونو ته د ژوند ژغورنې مرستو رسولو په برخه کې جدي خنډ شي.”

هغې د طالبانو د هغو تګلارو د سمدستي لغوه کولو غوښتنه وکړه چې د ښځو اساسي حقونه او ازادي محدودوي.

ووډوارډ همداراز زیاته کړه چې بریتانیا د ۲۰۲۱ کال له اپریل میاشتې راهیسې په افغانستان کې د بشري ناورین سره د مبارزې لپاره ۶۶۲ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره د افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړې پر حق د طالبانو بنديزونه غندلي او له دې ډلې يې غوښتي، چې دغه لګول شوي بنديزونه لغوه کړي.

دغې شورا د پنجشنبې په ورځ د ثور په اوومه نېټه دغه پرېکړه ليک د رايو په اکثريت سره تصويب کړ چې د نړۍ د څه باندې ٩٠ هېوادونو له خوا يې ملاتړ شوى دى.

Comments are closed.