The news is by your side.

ګوترېش: طالبان دې پر ښځو د کار بندیز پای ته ورسوي

خبریال وېبپاڼه: ملګرو ملتونو یو وار بیا له طالبانو غوښتي چې په ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
د یاد سازمان عمومي سرمنشي انتوني ګوترېش پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسوولو لپاره اړتیا ده چې د ښځو پر کار بندیز پای ته ورسیږي.
هغه له طالبانو غوښتي چې دا بندیز ژر تر ژره پای ته ورسوي.
بل لورته تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ سیاسي مشر سکاټ سمیټ د طالبانو د ریس الوزرا د دفتر له رئیس سره په کتنه کې ویلي چې طالبان باید په افغانستان کې نجونو ته زده کړو او مېرمنو ته د کار اجازه ورکړي.
په ورته مهال تېره ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له یو شمېر هېوادوالو سره په کتنه کې ویلي چې د ځان بسیاینې لپاره د نجونو زده کړې تر هر څه مهمې دي.
که څه هم په طالبانو ویلي، چې د نجونو پر زده کړو او د مېرمنو پر کار یې دایمي بندیز نه دی لګولی، خو بیا هم شاوخوا شل میاشتې کېږي چې ښوونځي تړلي دي.
انتوني ګوترېش دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې سبا ملګري ملتونه دافغانستان په اړه یوه ناسته هم ولري، چې په کې به د ښځو د حقونو په اړه هم بحثونه وشي.

Comments are closed.

koi finance