The news is by your side.

د ملا شیرین ټاکنه؛ د ملا هبت الله نوي پلانونه

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو مشر ملاهبت الله په یو تازه اقدام کې ملا شیرین د کندهار د نوي والي په توګه ټاکلی.
د دوی د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ګڼو نورو ټاکنو خبر هم ورکړل شوی؛ خو د ملا شیرین ټاکل کېدل له څو اړخونو د پام وړ دی.
اول:
د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو له کبله:

که څه هم د طالبانو په اړه ویل کېږي، چې یوه ډله ده او د یوې یې ایډیالوژۍ خلک دي؛ خو د یوې معاملې په صورت کې د کابل تر نیولو وروسته د دې ډلې په منځ کې پراخ اختلافات راپورته شول، چې خبره یې تر لفظي شخرو هم ورسېده.
دا اختلافات یوازې تر لفظي شخړو منحصر نه شول؛ بلکې ان د طالبانو پر “مشر هبت الله” د کودتا تر پلانونو ورسېدل.
د تېر کال د ډسمبر په ۲۴مه نېټه چې کله د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وزیر سراج الدین حقاني او د دفاع وزیر یې مولوي یعقوب مجاهد کندهار ته تلل؛ نو له خپل تګ وړاندې یې هلته خپل ځواکونه لېږلي وو، چې شاوخوا درې ورځې په کندهار کې نظامي حالت اعلان شوی وو.
پایله دا شوه، چې مشر یې ورسره ونه لیدل او نیول شوی احتمالي پلان هم شنډ شو.
له همغې ورځې وروسته هبت الله هڅه شروه کړه چې څه ډول په کابل کې شته لوړ پوړي طالبان حاشیې ته کړي او د کابل طالبان هڅه کوي، چې څه ډول دی له صحني وباسي.
مخالفت تر ډېره له حقاني ډلې سره دی، چې په نهایت کې ښکاره شوی هم دی.
خوست ته د سراج الدین حقاني سفر یې ښه بېلګه ده چې ویلي وو، “ولس درنه خفه دی او مشري والا که په دا رقم وکړې.”
اوس بحث دا دی، چې هبت الله هڅه کوي د خپلې دایرې نفر په داسې بستونو مقرر کړي، چې د ده ساتنه په سمه مانا وکړي.
د بلخ د والي له وژل کېدو وروسته ده سره بله هیڅ لاره پاتې نه وه، نو ځکه یې د کندهار والي د دوه ولایتونو والي مقرر کړ؛ خو له شاوخوا دوه میاشتو وروسته یې ایله په ملاشیرین باور وکړ.

ولې په ملا شیرین باور وشو؟
دا ډېره مهمه پوښتنه ده؛ زه په همدې اړه د خبریال او شنونکي میروس افغان خبرې کټ مټ رانقلوم.
” ملاشیرین ملا برادر ته ډېر نژدې کس ګڼل کېږي او ان دی له هغو دوه کسانو څخه وو چې د هبت الله له لوري د دوحې مذاکراتو پر مهال قطر ته ولېږل شو، ترڅو د عباس ستانکزي او ملا برادر کنټرول په خپل لاس کې واخلي.
دی په طالبانو کې مالداره شخص دی او د جګړو پر مهال د یادې ډلې د استخباراتو مشر و؛ چې ان د جنرال عبدالرازق د وژلو پلان هم ده طرحه کړی و.
ملاشیرین دغه راز له ایران او پاکستان سره قوي اړیکې لرې او ده ته د ملا هبت الله د سترګو او غوږونو لقب هم کارېږي.”

د دې ټاکنې نظامي اړخ:
مونږ وړاندې وویل چې د کابل طالبان هڅه کوي په یو ډول ملا هبت الله حاشیې ته کړي؛ خو هغه تر دوی څو چنده ځیرک او هوښیار دی.
وروسته تر هغې چې ملا یعقوب د حقانیانو په حلقه کې ولوېد؛ نو دې چارې ملاهبت الله ته هم خوند ورنه کړ او هڅه یې وکړه چې له یعقوب سره موازي یا یو بل ځواک پیدا کړي او یاهم دی له صحنې لرې کړي.
د ملاعمر د نوم او باور له کبله اوس لپاره دا کار ناممکن دی؛ نو ځکه یې په بل کار لاس پورې کړ.
اوسنۍ هڅه یې دا ده چې هغه حلقه قوي کړي، کومه چې پخوا پر ملاعمر ورټوله وه.
ملاشیرین هم یو له همغو کسانو څخه دی او له دې ټاکنې وروسته به ښایي د طالبانو په لیکو کې هغه کسان چې پر ملاشیرین زیات باور لري له ملا یعقوب سره اړیکې سستې کړي.
نو په دې توګه ملاهبت الله پر ده له کابله واردېدونکی فشار کم کړ او ان له منځه یووړ.

اقتصادي اړخ یې:

کندهار او بلخ د افغانستان دوه اقتصادي ولایتونه دي.
د بلخ له ګمرکونو څخه تېر کال یوازې ۱۷ میلیارده افغانۍ راټولې شوې وې او دا یوازې هغه پیسې وې چې مالیې وزارت ته وسپارل شوې، دا چې څومره به غلا شوې وې؟ والله علم!
کله چې هبت الله دا اقتصادي اړخ ولید نو په فکر کې شو، چې باید دا ولایتونه کنټرول کړي، ترڅو د کابل مېشتو طالبانو اقتصادي سرچینې وچې کړي.
په خپله دایره کې یې له فکر وروسته پر ملا شیرین سترګې خوږې شوې؛ نو سم له واره یې پر دې اقدام لاس پورې کړ.
اوس هغه ډاډه دی چې د دوه مهمو ولایتونو پر څوکیو یې خپل ځانته وفادار کسان ټاکلي او نور له خپل شاوخوا څخه بې غمه دی.

راتلونکي پلانونه:

ملاهبت الله غواړي، چې په تدریجي ډول د حقانیانو ډله وځپي او بلاخره د وخت په تېرېدو سره پلازمېنه هم له کابل څخه کندهار ته انتقال کړي؛ ځکه د افغانستان په تاریخ کې کندهاریان د واک لپاره له سره تېرېدونکي دی او دي بوهیږي چې په کابل کې ښایي ډېره موده واک ونه شي کړی.
د حقاني ډله یې پر وړاندې تل راپورته کېږي او ان د ځینو پرېکړو په مقابل کې یې ښکاره درېدلي.
ملاهبت الله ویره لري چې سراج الدین حقاني ځان امیر المومنین اعلان نه کړي؛ نو ځکه د خپلې حلقې د پیاوړي کېدو هڅه کوي.

پایله:
کابل میشتي طالبان چې تقریبا جهان دیده دي؛ ښایي د ملاهبت الله دې خطرناک حرکت ته چوپ پاتې نه شي او دوی هم پر داسې کار سره سلا شي، چې د کندهار لپاره یې خطر تر جګړې کم نه وي.
په داسې حالاتو کې بیا یوازې دوه اپشنه شته چې یو د جګړې او بل د بین الطالبي خبرو دی.
که د طالبانو ترمنځ خبرې کېږي نو حقاني په کې بیا زیات واک غواړي او دا په هغه صورت کې ناممکن دی چې ملاهبت الله خپله کړۍ پیاوړې کړې وي.
او که جګړه کېږي؛ نو هماغه خبره به درسته وي، چې د طالب د ختمېدو لپاره له طالب بله ښه وسله او وسیله نشته.

Comments are closed.

koi finance