The news is by your side.

ریچارډ بینټ: افغان خبریالانې په سخت وضعیت کې کار کوي

خبرطال وېبپاڼه: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړې راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ وایي، په دغه هېواد کې ښځینه خبریالانې په ناوړه شرایطو کې خبریالي کوي.

ریچارد بېنټ دا خبرې نن له غرمې وروسته پخپله ټویټرپاڼه کې د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې کړې ده.

بنیټ لیکلي: «د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، زه افغاني رسنیو ته، او تر ټولو زیات یې ښځینه ژورنالیستانو ته په دې خاطر درناوی وړاندې کوم، چې د سختو محدودیتونو او د ژوند له ګواښونو سره سره لاهم رپوټونه برابروي او خپروي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړې راپور ورکوونکې له طالبانو غوښتي چې د « آزادو، خپلواکو او ټول‌شموله» رسنیو درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان له بیا ځلي ولکې ټینګولو وروسته، د هېواد په رسنیو کې پر ښځینه کارکونکو ډېر محدودیتونه لګولي دي.

څو ورځې وړاندې په غزني کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبانو، د دغه ولایت سیمه ییزو رسنیو ته خبرداری ورکړی و، چې د ښځو په غږونو ثبت شوي سوداګریزو اعلانونو له خپرولو ډډه وکړي.

Comments are closed.

koi finance