The news is by your side.

د خپل انځور اخیستونکي ذهني مریضان وي؛ خو څنګه؟

دامریکا اروا پیژاندو یعنې نفسیات پیژاندو ویلي دي چې دخپلو عکسونو اخیستونکو(selfie) کسان په اصل کې یو ډول ذهني ناروغي لري.

د امریکا په شیکاګو کې په یوه ترسره شوي تحقیق کې ویل شوي دي هغه کسان چې په کیمرو او موبایل تلیفونونو سره دځانونو عسکونه او تصویرونه اخلي یو ډول ذهني مریضان او ناروغان دي او دا ډول کسان هر شی په ځان باندې غالب کوي.

د امریکا طبي کارپيژاندو دغه ناروغۍ ته د سیلفیټس نوم ورکړی دی.

ددغه ناروغۍ درې ډولونه ښودل شوي دي.

په لومړي ډول کې بارډر لاین سیلفیټس کسان دي او په دغه ناروغۍ اخته کسان په ورځ کې درې ځله خپل عکسونه اخلي؛ خو په انټرنېټ یې نه خپروي او دوهم ډول کې هغه کسان شامل دي چې په و رځ کې دوه ځله خپل عکسونه اخلي او په انټرنېټ سایټونو یې هم خپروي او په اخري ډول کې کرونیک سیلفیټس کسان شامل دي، چې ټوله ورځ خپل عکسونه اخلي او په انټرنېټ سایټونو یې هم خپروي.

له دغه عادت څخه د ځان ساتلو لپاره هیڅ طریقه نشته.

Comments are closed.

koi finance