The news is by your side.

د ویده کېدو پرمهال د بالښت لاندې هوږه کېږدئ

خبریال وېبپاڼه: کله چې د شپې ویده کېږئ، نو د بالښت لاندې مو د هوږې څو سپينې شوې ټوټې کېږدئ.
که چېر د شپې ویده کېدو پر مهال د بالښت لاندې هوږه کېږدئ، نو ماشي د اوږې د تيز بوی له امله نه شي درتلی او چېچلی مو نه شي. که ويره ولرئ، چې کوچني حشرات به مو غوږو ته ننوځي، نو د غڼو په شمول نورې خزندې د هوږې بوی له امله نه شي درتللی.

بله ګټه يې دا ده چې د بالښت لاندې د هوږې کېښودل به ستا دا ستونزه حل کړي، چې خوب نه درځي او اندېښنو په سر اخېستي ياست.
هوږه د زړه او دماغو فعاليتونه نارمل ساتي؛ نو د هوږې بوی پر تاسې دا اغېز کوي، چې ژر به مو خوب يوسي.
د هوږې انټي اکسیډنټ او ميکروب ضد ځانګړنې د وجود اوبه او نور داخلي ارګانونه له ميکروبونو لېرې ساتي.

هوږه د ويروسونو او مضرو بکترياوو ضد خواص لري او که چېرې تاسې سره هوږه وي، نو بيا دغه ويروسونه او مضرې بکترياوې ستاسې خواته نه درځي.

Comments are closed.

koi finance