The news is by your side.

ملا او د خدماتو بسته

خبریال وېبپاڼه: له سلګونو کلونو را په دې خوا دا دود دی چې د ملا کور باید جومات ته په وقف شوې ځمکه کې له جومات سره جوخت جوړ شي، دوه وخته ډوډۍ یې پر کلیوالو جبري ده، په ختم او خیرات کې باید له ټولو مخکې د ده لاسونه ور ومینځل شي او ښه کاسه یې مخې ته کېښودل شي، دی باید واجب الاحترام شخص ومنل شي.
د روژې سرسایه باید ملا ته ورکړل شي، په ذکات کې باید له یاده ونه ویستل شي، د فصلونو د عشر سربېره د ملا برخه باید امانته سلامته ور وسپارل شي، کلیوال که پېسې لري که نه خو چې د ملا د ډوډۍ نوبت یې وي باید ښه خوراک ورته پوخ کړي، څادر، جامې او پګړۍ خو یې هسې هم د کلي پر خیاط فرض ده.
د کلي اوستاکار، نايي او … مجبور دي چې د ملا خدمت له ټولو مخکې خو مفت وکړي، وخت نا وخت د جیب خرچه یې د کلي خان او ملک ورکوي، په پرېکړو کې د ملا خبره معتبره ده او…
په افغاني ټولنه ملا د داسې لسګونو نورو خدماتو یو ځانګړی او دایمي پکیج(بسته) لري چې ټول ژوند یې خوندي او راحت دی، مګر بیا هم نه کرارېږي او د هاغه ولس پر مرۍ غلی دی چې همدا نن ماښام به یې د کور ډوډۍ خوري.
له دوی باید وپوښتل شي چې نور له دې ولس څخه څه غواړئ؟
سره له دې چې ولس د خدماتو یوه داسې بسته درکړې چې د نړۍ پرمختللي دولتونه یې نه شي ورکولی مګر لا مو هم یرغمل کړی!؟
ښوونځي ته یې نه پرېږدئ، خوشحالي پرې حرامه ده، خوله مو ورګنډلې، دُره مو په لاس ده او هره ورځ ولس رواني او فزیکي شکنجه کوئ، د وطن معدنیات تاسې لیلاموئ، د ګمرکاتو په پېسو ستاسو جنجال دی، په چوکیو تاسو نه جوړېږئ، د مخدره توکو قاچاق تاسې کوئ، انسانان تاسې وژنئ، اخر چیشي غواړئ؟

محبوب_شاه_محبوب

Comments are closed.

koi finance