The news is by your side.

د بشردوستانه حقوق او د نړیوال بشري حقوقو ترمنځ توپیر

خبریال وېبپاڼه: د وسله والې جګړې نړيوال قانونInternational Law of Armed of Conflict او بشري حقونو نړيوال قانون International Human Rights Law او نړيوال بشردوستانه قوانينInternational Humanitarian Law يو شی دي او که فرق لري؟
دا هغه پوښتنه ده چې د ډېرو په ذهن کې وي، خو ځواب يې دا دی چې که څه هم دوی ځينې ورته والی لري، خو بيا هم دواړه د نړيوال قانون ځانته ځانته برخې دي او مختلف اصول لري. جګړه بايد څنګه ترسره شي، کومې وسلې په کې وکارول شي او کومې نه، څوک ووژل شي او څوک نه او عموما ټول هغه بحثونه چې د جګړې بڼه په کې اداره کېږي، د (jus in bello) په نامه يادېږي. په نړيوال قانون کې دغه بحث د جګړې قانون، د وسله والې جګړې نړيوال قانون يا بشردوستانه نړيوال قانون په نامه يادېږي، خو د بشري حقونو نړيوال قانون بيا ځانته ساحه کې پلی کېږي. د بشردوستانه نړيوال قانون او د بشري حقونو نړيوال قانون ترمنځ اساسي فرق په دې کې دی چې د بشري حقونو نړيوال قانون په هر حالت کې، که جګړه وي او که سوله، غواړي افراد وساتي او حقونه يې تامين کړي، خو بشردوستانه نړيوال قانون يوازې د جګړې په صورت کې پلی کېږي او په همدغه وخت کې افراد ساتي.
د بشري حقونو نړيوال قانون او د وسله والې جګړې نړيوال قانون د جنګ پر مهال پلي کېږي، خو بل فرق يې دا دی چې د بشري حقونو نړيوال قانون په ځينو وختونو کې دولت ته اجازه ورکوي چې د افرادو ځينې حقونه د محدود وخت له پاره وځنډوي، مګر د وسله والې جګړې نړيوال قانون نه ځنډېږي. د يادونې وړ ده چې دولت نه شي کولای ټول بشري حقونه د جګړې پر مهال وځنډوي، د مثال په توګه د انسان غلامول، تعذيب ورکول، غير بشري جزاګانې ورکول او نور ورته جرمونه د بشري حقونو ضد دي او په هېڅ صورت دغه ډول کړنو ته اجازه نه شي ورکول کېدای.
نړيوال بشردوستانه قانون عموما د هاګ په کنوانسيونو، د ۱۹۴۹م کال د جنيوا په څلورو کنوانسيونو او وروسته درېو اضافي پروټوکولونو کې موندل کېږي او دغه تړونونه عموما د جګړې طرز اداره کوي او غير قانوني کړنې او وسلې منعه کوي، خو د بشري حقونو نړيوال قانون بيا اساسا د ۱۹۴۸م کال په جهاني اعلاميه او نورو ځانګړو نړيوالو او سيمه ييزو تړونو کې موندل کېدای شي. د جګړې پر مهال اساسا نړيوال بشردوستانه قانون پلی کېږي، خو د بشري حقونو نړيوال قانون هغه پوره کوي او آن د جګړې پر مهال غواړي د بشر ځينې اساسي حقوق وساتي. د بشري حقونو نړيوال قانون او د وسله والې جګړې نړيوال قانون د اړيکو په اړه عموما درې نظره شته دي:
لومړی نظر پر دې باور دی چې دغه دواړه برخې د نړيوال قانون جدا څانګې دي.
دويم نظر بيا وايي چې د وسله والې جګړې نړيوال قانون د بشري حقونو د نړيوال قانون يوه برخه ده.
درېيم نظر دا دی چې دوی دواړه سره ورته والی لري او يوبل تکميلوي.
لیکنه: استاد زاهد جلیلي

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance