The news is by your side.

پاکستاني پوځیانو د پکتیکا برمل کې د شپې بندیز لګولی

خبریال ویپ‌پاڼه: د پکتيکا ولايت ځايي سرچينې د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ پر اوسېدونکو د پاکستاني پوځيانو د شپې له خوا د تګ راتګ د بنديزونو د لګېدو خبر ورکوي.

سرچينې نن شنبه (لیندۍ ۱۹مه) تاييد کړې چې د پاکستان پوځیانو د برمل ولسوالۍ د «مرغه» سيمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی څو د شپې له لسو بجو وروسته خپلو کورونو څخه بهر ونه وځي.

سرچینه زیاتوي چې تېره شپه پاکستاني پوځیانو د «مرغه» سیمې پر یو شمېر اوسېدونکو ډزې کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، که څه هم د پاکستان د سرحدي پوځیانو په ډزو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو يو شمېر مرمۍ د استوګنې د ځينو کورونو په کړکيو لګېدلې دي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance