The news is by your side.

سینه بغل څنګه پیدا کېږي او مخنیوی یې څه ډول کولای شو؟

سینه بغل په ماشومانو کې یوه خطرناکه ناروغي ده چې ډير ځله مور او پلار بې له دې چې د ناروغۍ نښو ته متوجه شي ناروغي یوه خطرناک پړاو ته ننوځي چې بیا ېې درملنه ډيره سختیږي او خدای نا خواسته د ماشومانو د مړینې لامل هم ګرځي .
په سینه او بغل ناروغۍ چې طبي اصطلاح ېې نومونیا Pneumonia ده بیلابیل عوامل لري .
کیدای شي دا ناروغي ویروسي ، وي یا هم باکتریايي وي او یا کوم بل عامل ولري د مثال په ډول فنګسونه خرابه هوا ، کیمیاوي ګازونه تسسم او داسې نور ، خو تر ټولو مهم ېې باکتریايي او ویروسي ډولونه دي .
په دې ناروغۍ کې سږي له مکروبونو ډکیږي او بدن ته د اوکسیجن په رسیدو کې ستونځې را منځته کیږي .
له همدې امله د ماشوم رنګ توریږي .او یا شین بخن ګرځي.
سینه او بغل په ټولو عمرونو کې پيښیږي خو تر ډيره ماشومان په تیره له دوو کلو واړه ماشومان پرې مبتلا کیږي چې د هغوی د مرګ لامل هم ګرځي .
د سینه بغل علامې :
له دې امله چې سینه بغل لومړنۍ علامې عادي ریزش او ذکام ته ورته دي ډير ځله دا ناروغۍ سره غلطیږي او د ناوړه پيښو د را منځته کیدو لامل ګرځي .
له ۵۰ ځلونو ډير په یوه دقیقه کې د ماشوم د تنفس د شمیرې ډيروالئ ، د بدن په تیره د خولې دشا او خوا او نوکونو شنه کیدل ، تبه ،د سینې کشش له تنفسس سره ، او بلغم لرونکئ ټوخئ یا د سینې ډکوالئ چې حتې ماشوم له تنفس سره یو ډول آوا ز لري چې د سینې د ډک والي معنې لري .
د سینې د ډکوالي په صورت کې تنفس د سینې د سخت درد لامل هم ګرځي
پورته موارد د سینه بغل مهمې علامې دي او که تاسې دا علامې په کوم ماشوم کې وینۍ حتماً ېې ډاکتر ته بوځې او بهتره خبره دا ده چې په شفاخانه کې بستري شي اوکسیجن ورکړل شي او په اوبو کې منحل سلبوتامول او زرقي اتني بیوتکونه ورکړل شي .
هیڅکله پورتنۍ علامې بابیزه مه ګنئ ځکه په ماشومانو کې که په دوو ورځو کې د ماشوم په حالت کې ښه والئ را نه شي نو خدای نا خواسته د مړینې احتمال ېې ډير زیاتیږي .
د ماشومانو د بدن مقاومت ډير کم وي له همدې امله باید تود وساتل شي خو اړینه ده چې په هوا کې د اوکسیجن فیصدي هم کمه نه وي بلکې په کوټه کې تازه هوا هم وجود ولري.
ډير خلک د ژمي د سړو په رارسیدو سره د کوټو په کړکیو او ورونو باندې دومره درنې درنې پردې را ځړوي چې په اوونیو اوونیو یا ورځو ورځو دې کوټې ته تازه هوا نه ننوځي چې دا ډيره خطرناکه ده باید کوټه له تودوالي سره په څنګ کې تازه هوا او د هوا جریان هم ولري نو یو خو په ژمي کې د ورځې له خوا باید د کوټې وورسۍ او کړکۍ خلاصې شي تر څو هوا ېې بدله شي او پاکه هوا کوټې ته ننوزي او بل ډيرو درنو پردو ته هم اړتیا نه شته د هوا ډير ګرم والئ هم وجود ته ښه نه دئ په تیره په ژمي کې چې بهر ډير ساړه وي خو کوټه ډيره ګرمه وي که سړئ د باندې وژي نو حتمآً مریضیږي .
په نړۍ کې تر اوسه د سینه بغل تر شلو ډير عوامل پيژندل شوي چې ډيرئ برخه ېې بیلابیل ویروسونه او باکتریاوې دي .خو فنګسي سینه او بغل هم شته چې کم خو خطرناک دئ .
همدا ارز د هوا ککړ والئ په تیره د کیمیاوي موادو او د موټرو د دود تنفس کول هم د سږیو د پړسوب او سینه او بغل لامل کیږي
سینه بغل اوس مهال د نړۍ د وژونکو ناروغیو په کتار کې اووم ځای لري یعنې یوه ډيره وژونکې او خطرناکه ناروغي ګڼل کیږي
مریض ته د تازه هوا تر څنګ ګرم مایعات ورکړئ او که په وجود کې د اوکسیجن کمښت را منځته شي دير زر د ناروغ نور حیاتي غړي لکه زړه ځيګر او ګوردې هم کار پريږدي .
د سینه او بغل لپاره واکسین هم شته چې د وجود مقامت ورسره لوړیږي نو له همدې امله د خپلو ماشومانو واکسینو ته باید ډيره پاملرنه وکړی
په ایران کې میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو واکسین حتې یوه ورځ هم نه ځنډوي او په کومه ورځ ېې چې د ماشوم د واکسینو وخت وي خپل تر ټولو مهم کارونه پريږدي او خپلو ماشومانو ته واکسین ورکوي .
د ماشومانو په واکسینو کې هم د سینه بغل واکسین شته او بلعموم د ټوخي او ریزش لپاره هم یو ډول واکسین شته چې کابو ۸۰ سلنه تنفسي ناروغۍ ورسره کمیږي خو دا واکسین لا تر اوسه د ماشومانو د واکسینو په عمومي سیستم کې نه دي شامل .
په سینه او بغل کې یو خطرناک حالت هم سږیو ته د استفراق یا نورو موادو داخلیدل دي .
ماشومان چې په سینه او بغل اخته شي او د اوکسیجن کمښت سره مخ شي نو ډیر وخت خپل شعور یا هوښ هم له لاسه ورکوي چې په دې صورت کې ېې سږو ته استفراق یا خواړه ننوزي چې یو ډير خطرناک حالت دئ او ډير کم ماشومان ترې ژوندي پاتې کیږي .
کوم کسان تر ډيره په دې ناروغئ اخته کیږي:
لومړئ خو هغه کسان چې د وجود معافیت ېې کم وي ډير په دې ناروغۍ اخته کیږي لکه ماشومان او سپين ګیري خو هغه ماشومان چې واکسین ېې نه وي کړي ډير د دې چانس لري چې په سینه او بغل اخته شي.
همداراز سګریټ یا چلم څکوونکي . هغه کسان چې طحال یا تورئ ېې یا په کومه ناروغئ اخته وي یا ېې جراحي عملیات کړي وي او لرې شوئ وي.
یوه بله خطرناکه خبره هم دا ده چې په دې وروستیو کې ډيرئ ناپيژندل شوې ویروسونه په افغانستان او سیمه کې د سینه او بغل لامل کیږي چې تر ډيره درملنه هم نه لري په دې منځ کې موږ ایچ ۱ ان ۱ یا خوګي انفلونزا ته هم اشاره کولای شو او دې ته ورته نورې ناروغۍ هم شته .د چرګانو انفلوانزا په افغانستان کې اوس مهال څومره چې زه مالومات لرم همدا موسمي ناروغۍ سختې ډيرې او خطرناکې ډي چې د ډير اوږده مهال لپاره ناروغان پرې مبتلا کیږي او دارو درمل هم سم ځواب نه ورکوي.
له بده مرغه په افغانستان کې د تشخیص وسایل هم کم دي حتې ډاکتران دا نه شی تشخیصولای چې ناروغ په کوم ډول سینه او بغل اخته دئ .
یو عادي ټيست شته چې په هغو کې د وینې سره کرویات کتل کیږي د وینو د سرو کریویاتو یو ډول حجرې په باکتریايي او یو شمیر ېې هم په ویروسي ناروغیو کې ډيریږي چې ډاکتران ېې تخمیني اټکل کوي.
حتې په افغانستان په تیره پلازمینه کابل کې هم د باکتریاوو د کرلو مطمین او د ډاډ وړ لابراتوارونه نه شته . د فنګسي ناروغیو د تشخیص وسایل خو د نشت په برابردي .
ډاکتران په تیره عام ډاکتران یواځې څو محدود ټيستونه لکه د وینې د سپينو او سرو کرویاتو د شمیر په څير ټيستوڼه په واک کې لري چې تل د ډاډ وړ نه وي .
خو په هر صورت په سینه بغل اخته ماشومانو او لویانو ته تر ټولو مهم دا دي چې لومړئ د ناروغئ لامل باید تداوي شي یعنې که ناروغي باکتریايي وي باید مناسبت انتي بیوتکی ورکړل شي تر څو زر تر زره د ناتروغۍ لامل له منځه لاړ شي .
همداراز ویروسي سینه او بغل ته د ویروس ضد او د بدن د معافیت زیاتوونکئ درمل ورکول کیږي .
ناروغ باید ډير مایعات واخلي .
ناروغ باید ګرم وساتل شي .
ناروغ ته که اړتیاو وي باید اوکسیجن ورکړل شي او که اړتیاوي باید په روغتون کې د نیبولایزر په
وسیله مایع سلبوتامول له اوکسیجن سره ورکړل شي تر څو سینه ېې تر ممنکه حده خلاصه شي .
د مشکولې په وسیله د ناروغ سینه ګرمه وساتئ.
د درد او تبې لپاره درمل ورکړئ .
د ټوخي لپاره مناسب درمل باید ورکړل شي . دلته یوه خبره اړینه ده او هغه دا چې د ټوخي درمل بیلابیل ډولونه لري کله کله د ډاکتر له مشورې پرته د توخي درمل استعمالول ډيرې ناوړه پایلې لري .
ټوخئ په خپله د وجود یو دفاعي سیستم دئ په ټوخي سره ناروغ له سږو اضافي مواد وباسي . یو ډول د ټوخي شربت دي چې د ټوخي د دریدو لامل ګرځي په دي سره د ناروغ ټوخئ ورکیږي خو سینه ېې ډکه پاتې کیږي چې ډير خطرناک حالت دئ .
له همدې امله ناروغ ته باید د سینې د خلط او مایعاتو د نرموونکي شربت ورکړل شي نه د ټوخي.

لیکنه: هدايت شاه مومند

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance