The news is by your side.

له هند سره د افغانستان پوله/ د یو طالب چارواکي لیکنه

خبریال وېب پاڼه – څه موده مخکې کابل ته ولاړم، ښکاره خبره ده چې د هیواد په امنیت او ابادۍ هر افغان خوشحالیږي ما هم جې د کابل لوړې ودانۍ او عصري تعمیرونه لیدل له زړه خوشحالیدم د خوشحالۍ یو لامل مې دا وه چې ما کابل په داسې حال کې پریښی ؤ چې نه پکې کومه ودانۍ روغه وه او نه کوم سړک د جنګ له تاوه روغ پاتې ؤ که په لنډ ډول ووایم کابل کنډواله او ویرونکی ؤ چې ډیره برخه یې د ګلبدین حکمتیار او د شورای نظار تر منځ د بې رحمه او خونړیو جګړو له امله لولپه شوې وه.
همدارنګه د کابل ځینې نورې برخې د اتحاد ډلې او د مزاري وحشیانه لښکرو لخوا زخمي، زخمې پرتې وې، لنډه دا چې کله چې زه له کابله وتلم په دغه خاورینه کره کې د کابل په څیر زخمي سیمې بېلګه نه وه.
د چور، وحشت، بربریت، غلاو او قتلونو دغې بدې دورې ته طالبانو د لنډ مهال لپاره د ارام او سکون رنګ ورکړ له بده مرغه دغه د سکون او ارام رنګ د امریکا د یرغل په واسطه ډیر ژر تت شو بیرته له سره زموږ د بدبختۍ دوره پیل شوه بیا جنګ، وژل، بمبار او وحشتونه پیل شول.
کله چې د اشغال له خاتمې وروسته کابل ته ور وګرځیدم په ابادۍ یې له زړه خوشحاله شوم، یوه ورځ له یو خدای ترسه ، پرهیزګار او د ژوند د ډیرو لارو له یو نژدې ملګري سره میلمه شوم په دغه میلمستیا کې د قومونو او قبایلو چارو اوسني وزیر ښاغلي الحاج ملا نورالله نوري چې په معاون صاحب شهرت لري هم ګډون درلود ( معاون صاحب یو ریښتینی افغان او د لوړو اخلاقو خاوند دی ) نومړي د خپل کاري فعالیت په لړ کې د بدخشان د پامیر سیمې د واخان درې په اړه راغلو میلمنو ته معلومات ورکول معاون صاحب د اړنده وزارت څو تنه مسلکي مامورین هم په دغه سفر کې له ځان سره درلودل مانا دا چې د ټول افغانستان د سرحدونو ثابتې نقشې له ځان سره وړې وې، معاون صاحب د واخان د سیمې راپور له ټولو جزیاتو سره حفظ کړی و او داسې یې تشریح کاوه لکه یو لکچرر چې تدریس کوي.
نومړي وویل چې موږ د پامیر تر څوکې ۲۸ ساعته په موټر او کچرو مزل وکړ دا چې یاده سیمه د سمندر له سطحې ډیره پورته ده نو د اکسیجن له کمښت سره مخ شو، ځایي اوسیدونکي یې قرغز ټبره دي خو میړني او پاخه افغانان دي قرغزیستان هیواد ورڅخه څو ځل غوښتنه کړې وه چې د دوی هیواد ته ورشي خو دوی هر ځل په زغرده د نه ځواب ورته ویلی ؤ، د دې خلکو ژوند له سختو کړاونو ډک دی د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې هم نه لري، د کورونو جوړښت یې هم ډیر ساده یعنې د لوخو او وښو څخه دی هیڅ روغتیایي اسانتیاوې یې نه درلودې راکړه ورکړه پکې په اجناسو تر سره کیده د پیسو په نوم یې څه نه پیژندل، مشرانو یې ویل چې زموږ سیمې ته د افغانستان هیڅ کوم رسمي یا غیر رسمي چارواکی نه دی راغلی یوازې د شهید سردار داودخان یو وفد راغلی او دا دی دوهم تاسو راغلي یاست معاون صاحب زیاته کړه چې موږ د حکومتي مسولیت پر بنسټ ځینې اړین توکي ورکړل چې خیمې او ځینې نور وسایل و. الغرض دغه سیمه له څو هیوادونو سره ګډه پوله لري چې مهم سرحد یې د پاکستاني او هندوستاني کشمیر سره ده پدې مانا چې افغانستان له دواړو هیوادونو سره مشخص سرحد درلود هغه وخت چې کشمیر د یادو هیوادونو لخوا ونیول شو سرحد یې له افغانستان سره شتون درلود دا سرحد د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو د وزارت له خوا د تثبیت شویو نقشو په مرسته له ورایه ښکاریده خو د اوږدو جنګونو په جریان کې پاکستان د افغانستان هغه برخه چې هندوستاني کشمیر سره نښتې وه غلا کړه او د داود خان د حکومتولۍ ټولې نښې نښانې له منځه وړې وې تر څو له اوسني هند سره د افغانستان سرحد وشکوي او په پاکستان پورې یې وتړي. پاکستان په خپل سر دا سرحد ټاکلی ؤ او دلوړو منارونو په څیر یې څلي جوړ کړي ؤ معاون صاحب وویل موږ چې دا حالت ولیده په سترګو مو توره شپه شوه او د پاکستانو ساتونکو په وړاندې مې ټول څلي ونړول د افغانستان سرحدي برخه مې بیرته په پخواني شکل ورغوله پاکستاني غلو ساتونکو مړې سترګې نیولې وې او د هیڅ ویلو توان یې نه درلود، دا سرحد چې افغانستان له اوسني هند سره نښلو تقریبا ۱۳ کیلو متره ده ، د میلمنو له ډلې یو تن مسول وویل چې پاکستاني لوري له دغه اقدام څخه رسمي او شدید شکایت وکړ خو باک مو نه دی پرې راوړی او زیاته یې کړه چې پاکستاني لوري بیا زموږ نښي ورانې کړي او سرحد یې بیرته غلا کړی د قومونو او قبایلو چارو وزیر وویل چې دا ځل مې جدي قصد کړی چې سمه یې ورسره معلومه کړم د اسلامي امارت نظامي چارواکو ټینګه ژمنه راکړه او عملي هم شوه چې چې هلته سرحدي ځواکونه واستوي او د ګران افغانستان دغه سرحد د پاکستان له بیا غلا کولو څخه وساتي.
ما معاون صاحب ته وړاندیز وکړ چې بل ځل به زه هم درسره ولاړم شم کله مو چې خپل سرحد بیرته ترلاسه کړ ماته اجازه راکړه چې هلته خپلو سرتیرو ته د پاکستان دښمنانه چلند په اړه خبرې وکړم.
معاون صاحب زما وړاندیز راسره و منلو.
په درنښت .
لیکوال: فاروق اخوندزاده

ځواب ورته ورکړئ‌