The news is by your side.

طالبانو له پاکستان څخه تازه راستون شوی کډوال او مېرمن یې وژلي

خبریال وېب پاڼه: وسله والو طالبانو د تخار ولایت په اشکمش ولسوالي  کې له پاکستان څخه تازه راستون شوی  کډوال بشیر او مېرمن یې وژلي دی.
خبریال ته باوري سرچینو ویلي، چې دوی دواړه تېر ماښام په خپل کور کې د د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
که څه هم خبریال ویبپاڼې هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر ولري؛ خو له هڅو سره سره بریالي نه شول.
نوموړي کس په جمهوري نظام کې دنده درلوده، چې تازه له پاکستان څخه خپلې سیمې ته راستون شوی وو.
ویل کېږي چې بشیر ته تر دې وړاندې هم ګڼ اخطارونه ورکړل شوي وو، چې په پایله کې یې نوموړی د خپل ژوند د بقا لپاره پاکستان ته ته کډوال شوی وو.
په ورته مهال د بشیر کورنۍ وايي، په دې اړه یې طالبانو ته عاریضه کړی، خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د پخواني حکومت د کارکوونکو په وژلو اړه ګڼو نړیوالو بنسټونو اندېښنې څرګندې کړې وې.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance