چورې ولسوالي کې، عامو خلکو طالبان په ډبرو ویشتي
خبریال وېب پاڼه: د ارزګان په چورې ولسوالي کې عام خلک په طالبانو پسې راوتلي دي.
خبریال ته په رالېږل شویو ویډیو ګانو کې لیدل کېږي، چې طالبان د خلکو کورونه نړوي، چې په ځواب کې عام خلک په دوی پسې راوتلي او په ډبرو یې ولي.
طالبان ادعا کوي چې دا سیمه دولتي ده؛ نو ځکه یې د خلکو کورونه ړنګ کړي؛ خو عام خلک وايي چې له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې په دې سیمه کې پراته دي.
طالبانو په دې وروستیو کې د خلکو کورونو نړولو ته مخه کړې، چې ډېر ځایه د عامو خلکو له توند غبرګون سره مخ شوي دي.
تر دې وړاندې په ننګرهار او کندهار کې هم دوی د خلکو کورونه نړولي وو.
بل لورته عام خلک وايي، طالبانو خپله ځمکې غصب کړې، خو دوی د غصب په پلمه له نورو خلکو پیسې غواړي او هغه څوک چې پیسې ورنه کړي، نو کورونه یې نړوي.
دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د عامو خلکو له غبرګون سره مخ کېږي؛ بلکې تر دې وړاندې په شینوارو ولسوالي کې هم د کښتونو اړولو په غبرګون کې د طالبانو او عامو خلکو ترمنځ وسله واله نښته شوې وه.
باور دا دی، چې که طالبان خپل کار ته دغه ډول دوام ورکړي، نو لرې نه ده، چې له ولس سره به دا فاصله نوره هم پراخه او بلاخره به په هرځای کې د ولس له غبرګون سره مخ شي.