پاکستاني پوځيان، د چمن د پرلت کوونکو پر کورونو چاپې وهي
خبریال وېب پاڼه: د چمن پرلت کوونکي وايي چې پاکستاني پوځیان د شپې له لوري د دوی په کورونو چاپې وهي او د کورنۍ غړي یې ورته ګواښلي چې دوی له پرلت راوګرځوي.
نن ورځ پرلت کوونکو د پرلت په خیمه کې د پاکستاني پوځیانو دا کار وغنده او ټینګار یې وکړ چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به خپل پرلت ته دوام ورکوي.
دوی وايي، د پاکستان له لوري دا ډول فشارنه نشي کولای، چې دوی له پرلت راوګرځوي.
پرلت کوونکو د چمن پولیسو ته اخطار ورکړی، چې د هر ډول پېښې پړه د دوی پر غاړه ده او حساب به ورسره وکړي.
د یادونې ده چې ۵۱ ورځې کېږي، په چمن کې زرګونه خلکو د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروزاه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت کړی او له پاکستان غواړي چې دا پرېکړه بېرته واخلي.
دوی دا ګواښ هم کړی و، چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو اغزن سیم به هم لرې کړي.
پرلت وال یو ځل بیا د پولیو ضد واکسین کارکونکو ته ګواښ کوي او وايي په دغه اداره کې له کار کولو لاس واخلي.
که څه هم تر دې وړاندې د دوی یو شمېر کسانو په اسلام اباد کې د پاکستان حکومت سره بېلابېلې ناستې هم کړې وې؛ خو پایله یې نه ده ورکړې.