د دوحې ناسته؛ افغانستان د متن منځ که حاشیه کې؟
خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې خراب بشري وضعیت، د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل، د ښځو کار ته اجازه نه ورکول او د یوې افراطي ایډیالوژي لرونکې ډلې له لوري د واک انحصار هغه څه دي، چې افغانستان یې یو وار بیا د نړیوالو مخکښو لوبغاړو د وز لوبې خوسی کړ.
ظاهرا همداسې ښکاري چې لوبه کې لاهم امریکا لاسبرې ښکاري؛ خو د چین او روسیې اسونه هم دمه ښکاري.
د روسیې د جګړې په اړه د واشنګټن غلطه محاسبه، د بیجنګ او مسکو وروري، د چین په منځګړیتوب د عربو او ایرانیانو پخه دوښمني په نسبي شکل ختمېدل؛ په منځني ختیځ کې د جګړې اور پراخېدل، د اسرائیلو او حماس تونده جګړه، د بریکس سازمان چټک ګامونه او د یو شمېر عربي او افریقايي هېوادونو ور ګډېدل، په ناټو سازمان کې پر یو بل نسبي بې باوري او په ټوله کې جګړیز وضعیت ته د نړۍ ورګرځېدل هغه فکتورونه دي، چې افغانستان هم ورنه په پوره مانا اغېزمن دی.
ولې پوښتنه دا ده، چې اوس موږ د بحث د متن ټکی یوو، که د حاشیې؟
ما تر دې وړاندې په یو تحلیل کې د امریکا او چین پر بهرنیو پوځی او اقتصادي سیاستونو خبره کړې وه او نه غواړم، چې دلته کیسه وغځوم.
افغانسان کې د امریکا له لوري د طالبانو واک ته رسېدنه نه دومره ناڅاپي وه او نه هم دومره عادي کیسه وه.
که څه هم طالبان د امریکا په مرسته رامنځته شوې ډله وه؛ خو بیا هم په تېرو دوه لسیزو کې د روسیې غېږ ته ور ولوېدل، چې هغوی ورنه د پخوانیو مجاهدینو په څېر د ګټې پورته کېدو هڅه وکړه.
امریکا هوښیاري وکړه او ورنه یاغی شوی اس یې ژر بېرته زین کړ، خبرې یې ورسره پیل کړې او بلاخره یې د یو ناولي قرارداد« دوحې هوکړې» پر اساس واک ورکړ.
خو د طالبانو له واک ته رسېدو دوه کاله وروسته؛ د امریکا غوښتنې څومره منل شوې او اهداف یې څومره تعقیب شوي دي؟
دا یوه ډېره مهمه پوښتنه ده، لومړی خو باید ووایو، چې د امریکا طالبان د یو قوي اسیايي بلاک د مخنیوي، د چین د اقتصادي ودې پر وړاندې د خنډ او په سیمه کې دې یوې نسبي ناکرارۍ لپاره راوستي وو؛ خو طالبانو د واک له ګدۍ وروسته خپل یاران هېر اولاسونه یې چین او روسیې ته ورکړل، چې دا کار د امریکا خوښ نه شو.
تېر دوه کاله پټې او ښکاره خبرې، د طالبانو مشر ته د قطري استازي رالېږل، په دوحه کې ورسره خبرې او ګڼ نور پیغامونه او اشارې هغه څه وو، چې نه طالبانو ومنل اونه ورباندې پوه شول.
البته په ځینو برخو کې یې د امریکا یو شمېر غوښتنې ومنلې؛ خو د پام وړ کارونه د چین اقتصادي مخنیوی او د روسیې پر وړاندې امنیتي ستونزې وې، چې طالبانو د دې پرځای له چین سره د کانونو په استخراج، یو کمربند یوې لار پروژه کې د ګډون او بریکس سازمان ته ور داخلېدل پیل کړل.
امریکا وضعیت له نږدې وڅاره او له دوه کالو وروسته یې ورته د صبر کاسه راډکه شوه.
په وروستیو کې مو ښايي په همدې اړه د ګلبدین حکمتیار خبرې هم اورېدلې وې، چې دومره سرسري نه وې او ژور بحث پرې کېدی شي.
امریکا د همدې لپاره سمدلاسه خپل استازی د سیمې هېوادونو ته په سفر ووېست او دا تېره ورځ یې هم له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر سر خبرې کړي؛ هغه څه چې د طالبانو لپآره تل خوږ ګوته کېدی شي.
سره له دې، چې په دې لوبه کې به امریکا ته د طالبانو خوږ ګوته مهمه نه وي؛ خو سیاست کې ضعیف لوري هم باید په ښکاره ونه وهل شي.
اوس چې د دوحې ناسته بیا پیل شوې، په کې د افغان ښځو موضوع یوه څنګزنه موضوع ده، چې ممکن دومره لوی بحث پرې ونه شي.
ښايي اساسي بحث د سیمې اوسنی امنیتي او اقتصادي وضعیت او په دې کې د طالبانو ونډه وي، تر دې ور هاخوا د دوحې تړون عملي کېدو ته کتنه وي، چې لاهم پرې طالب او امریکا یو بل سره وران دي او دواړه لوري پر یو بل د نقض پړه ور اچوي.
ولې مهمه خبره دا ده، چې افغانستان لاهم د خپل سټراټيژیک موقعیت په لرلو سره د موضوع محوري ټکی دی او ممکنه ده، چې را راون زیږدیز کال کې د روان فلم صحنې بدلې شي.
په مسکو، ویانا، تاجکستان او نورو هېوادنو کې د طالبانو ضد څېرو راټولېدل او دوی ته دومره لوی پرستیج ورکول، دا څراغ لګوي، چې ښايي یا پر طالبانو پالیسي بدله شي او یا هم دوی.
په ټوله کې د دوحې اوسنی ناسته، د پرېکړو په کولو کې زیاته اغېزناکه نه ده؛ خو ښايي په لږ او ډېر شکل د وضعیت تحلیل وکړی شي؛ ولې څه چې مهم دي هغه د ویسټ د سفرونو پایله راټوله کړې پایله ده چې بیرته به یې واشنګټن ته وړاندې کوي.
احتمال شته، چې په سیمه کې وضعیت په جدي توګه تغییر وکړي، که د طالبانو په بدلون فکر ونه شي، نو احتمال شته چې داعش ته لابي ګري وشي او د افغانستان په یو شمېر سیمو کې جګړې زور واخلي.
په هر حال؛
موږ به د خپل وطن د سوکالۍ او ابادۍ دوعا کوو؛ خو د طالب کړې سودا افغانستان لګسونه کاله نور شاته کړ، چې جبران یې نه طالب کولای شي او نه هم د افغانستان ملت؛ بلکې یوازینی جبران یې همدا دی، چې د نړۍ له دې چټک یون به همداسې وروسته روان یوو، لکه د روغو له کاروانه ګوډ سړی