The news is by your side.

جنرل عاصم منیر امریکا ته سفر کړی

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې (آی اس پي آر) ویلي دي چې د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منیر نن د اتوار/یکشنبې په ورځ امریکا ته په رسمي سفر روان شوی دی.

د پوځ په بیان کې راغلي چې جنرل عاصم منیر به په دې دوره کې “د امریکا د جګپوړو پوځي او نورو حکومتي چارواکو” سره وګوري.

تر دې وړاندې، تېره هفته د امریکايي جګپوړو پوځیانو یوه ډله پاکستان ته تللې وه. مخکې تر هغه، د امریکا دفاع وزیر لائيډ اسټن په اکټوبر میاشت کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر سره ټلیفوني خبرې کړې وې چې په کې یې “د دوه اړخیزو مفاداتو په اړون

ده موضوعاتو او همداراز په سیمه ییزو اتفاقاتو” خبرې کړې وې.

پرون، د خالي/شنبې په ورځ د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازي ټامس وېسټ پخپل اېکس (پخواني ټوېټر) ولیکل چې د پاکستان د پوځ له سرلښکر او نورو چارواکو سره یې “د تحریک طالبان پاکستان لخوا د جدي (سنجیده) امنیتي ننګونو او همدارنګه د افغان کډوالو د خوندیتوب د اړتیا په اړه مو مهمې خبرې وکړې.”

ښاغلي وېسټ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا “په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان ترڅنګ دریږي.”

پاکستان ته د امریکا د یو شمېر پوځي او سفارتکاري چارواکو د وروستیو سفرونو په اړوند د پاکستان د خارجه دفتر ترجمانې زهره بلوچ په یو بیان کې ویلي چې “پاکستان او امریکا په یو لړ مسایلو باندې مشوره کول جاري ساتي. د دغو مشورو د وړاندې وړلو دپاره، تګ راتګونه هم ترسره کیږي.”

په دې مسئلو کې یوه یې هم له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو مسئله ده چې د بایډن انتظامیې د کډوالو د چارو ځیني مشرانو په همدې اړه د خبرو دپاره اسلام آباد ته څلور ورځېنی سفر کړی و.

د پاکستان د پوځ سرلښکر په داسې وخت کې د امریکا په سفر روان شوی چې یوې خوا ته د پاکستانه د اسناد نلرونکو کډوالو د اېستلو لړۍ توده شوې، او بل اړخ ته د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په سر د اسلام آباد او کابل کې واکمنو طالبانو ترمنځ کشیدګۍ راپیدا شوې دي. په همدې حال کې آینده فرورۍ کې به پاکستان کې عمومي انتخابات هم کېدونکي وي.

د وي او اې ډیوه راډیو نه په مننې

ځواب ورته ورکړئ‌