The news is by your side.

امیري: د افغان نجونو د زده کړو موضوع طالبان په لوی لاس ځنډوي

خبریال وېبپاڼه: د افغان ښځو حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري یو وار بیا پر طالبانو نیوکه کړې چې نجونو ته د زده کړو حقونه نه ورکوي.
هغې ویلي، د نجونو زده کړې اقتصادي او کلتوري مسئله نه؛ بلکې یوه سیاسي مسئله ده چې طالبان یې په لوی لاس ځنډوي.
نوموړې د دوحې ناستې په څنډه کې ویلي، دوی څو ځله طالبانو ته وریاده کړې چې بشري حقونو ته له درناوي پرته ورسره نړیواله ټولنه مخ ته نه شي تلی.
د امیري په خبره، د نجونو پر زده کړو له بندیز سره ګڼ افغانان هم مخالفت کوي او له اسلامي امارت غواړي چې دا بندیز پای ته ورسوی.
هغې په خپلو خبرو کې ویلي، که طالبان وضعیت ته همدا ډول دوام ورکړي، نو ښايي افغانستان به لا زیات وروسته پاتې شي.
لاهم طالبانو د امیري څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
د یادونې ده چې د دوحې ناسته نن پیل شوه، چې تر ډېره به په کې د افغان ښځو د زده کړو او کار په اړه خبرې وشي، هغه څه چې طالبانو له تېرو دوه کالو راهیسې تړلي

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance