The news is by your side.

افغان کډوال د سرپناه له نشت سر ټکوي

خبریال وېبپاڼه: له پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال وايي، سره له دې چې یو شمېر مرستې ورسره شوې، خو د سرپناه نشت یې هغه ستونزه ده چې ټول کډوال ورسره لاس او ګرېوان دي.
دوی له طالبانو غواړي، چې د سرپناه ستونزه یې ور حل کړي.
افغان کډوال وايي، له پاکستان څخه تش لاس را ستانه شوي او د ژمي تېرولو لپاره هیڅ هم نه لري.
که څه هم په تورخم او سپین بولدک کې ورته پنډغالي برابر شوي، خو د کډوالو په خبره، د دوی شمېر ډېر او پنډغالي کم دي، چې د دوی لپاره بسنه نه کوي.
له پاکستان څخه راستون شوی افغان کډوال خالد وايي، د پاکستان حکومت ورسره ډېر ظلم کړی او تش لاس یې راستون کړی دی.
نوموړی وايي، هوا په یخېدو ده او د سرپناه د نشت له کبله یې ماشومان په یخنۍ کې شپې کوي، چې روغتیايي وضعیت یې هم مخ په خرابېدو دی.
« له موږ سره ډېرې مرستې شوې؛ خو لویه ستونزه مو د سرپناوو ده، په دې برخه کې باید له موږ سره مرستې وشي، ځکه دلته ډېری ماشومان دي او په دې یخه هوا کې طاقت نه شي کولای.»
بل راستون شوی کډوال حامد هم له ورته ستونزې سره مخ دی.
دی وايي، یوازې یوه خیمه ورکړل شوې؛ خو کورنۍ یې ګڼه ده، چې ټول په کې نه ځایږي.
حامد له طالبانو غواړي، چې بایومټریک یې ژر تر ژره خلاص او خپلو سیمو ته دې یې ورسوي.
هغه زیاتوي:« موږ دلته زیات وخت تېر کړي، مرستې راسره کېږي، د خوړو، اوبو او نورو برخو کې؛ خو زموږ یوازینۍ ستونزه د سرپنا ده، ژمی دی، ماشومان مو واړه ده، په خیمو کې ژوند نه شي کولای، دولت باید په دې برخه کې هم زموږ غم وخوري.»
په ورته وخت کې یو شمېر نړیوالو بنسټونو هم له پاکستان څخه په اوسني وخت کې د افغان کډوالو را اېستل غیر عادلانه بللي دي؛ خو یو شمېر نورو یې بیا د مرستو ژمنه هم کړې.
په بشري چارو کې د ملګري ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي له افغانستان سره د لس میلیونه امریکايي ډالرو ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې دا ټولې پیسې به په افغانستان کې د کډواولو ستونزو ته پر رسېدو ولګول شي.
له بل لوري له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي چې په سرحدي سیمو کې یې ټیمونه شتون لري او هلته به د ټولو راغلو ماشومانو لپاره روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان د روانې نومبر میاشتې له پیل څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړی، چې تر دا مهاله یې له ۴۰۰زرو ډېر افغان کډوال را ایستلي دي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance