The news is by your side.

ملګري ملتونه: طالبان د نجونو د زده کړو په اړه یوه خوله نه دي

خبریال وېبپاڼه: ملګري ملتونه وایي، طالبان د ښځو د زده‌کړو په اړه د نظر اختلاف لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ وايي، طالبان د نجونو د زده‌کړو په اړه یوه خوله نه‌ دي او هر یو خپل خپل نظر لري.

ریچارډ پرون د دوحې په غونډه کې چې یوه برخه یې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په اړه بحث ته ځانګړې شوې وه، وویل چې د طالبانو د قوت یو ټکی د دوی یووالی دی، خو د ښځو د زده‌کړو په اړه په کې دا یووالی نه تر سترګو کېږي او موږ دا توپیر په ځینو عمومي ویناوو کې لیدلی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د مخکني سرپرست عبدالباقي حقاني ګوښه کول هم د نجونو د زده‌کړه په اړه د نظر د اختلاف پایله وبلله.

طالبانو تر اوسه د ریچارډ بینېټ د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده، چې همدا تېره اوونۍ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل، له زده‌کړو سره شخصي مخالفت له ملت سره جفا او ښکاره ظلم دی.

هېره دې نه وي، چې د ۸۱۳ ورځو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او ترڅنګ یې نن ۳۵۳مه ورځ ده چې طالبانو نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم را منع کړې دي.

د ویلو ده چې په دې ټوله موده کې، د طالبانو حکومت د نجونو د زده‌‌کړو موضوع لنډمهاله ستونزه بللې او ویلي دي، چې ژر به ورته یوه حل لار پیدا کړي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance