The news is by your side.

جان اچکزي ته د افغانانو غوصه؛ امریکا ستاسې په خوله پیاز هم نه خوري

خبریال وېبپاڼه: د بلوچستان د اطلاعاتو لنډ مهالي وزیر جان اچکزي وروستیو څرګندونو د ګڼ شمېر افغانانو غوصه راپارولې.
د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغان کاروونکو ویلي، چې هیڅوک نه شي کولای د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته په ټیټه سترګه وګوري.
افغان خبریال او د چارو شنونکي میرویس افغان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان د ټول حکومت پر خوله امریکا پیاز نه خوري؛ نو د اچکزي په خوله به افغانستان څنګه بمبار کړي.
نوموړي د پاکستان حکومت ټي ټي پي او ټي جي پي نه په تېښته بللی او ویلي یې دي چې جان اچکزي هم پښتانه وشرمول او هم پاکستان.
د یادونې وړ ده چې جان اچکزي تېره ورځ ویلي وو چې د پاکستان حکومت باید امریکا ته اډې ورکړې ترڅو له دې ځایه افغانستان بمبار او هلته راپورته شوې ترهګري وځپي.
نوموړي دا څرګندونې په دېرې اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځيانو پر پوسته د ځانمرګي برید په غبرګون کې کړې وي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance