The news is by your side.

میلیر: د طالبانو له زندانونو د امریکايي وګړو خلاصول زموږ لومړیتوب دی

خبریال وېبپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر ویلي چې له طالبانو څخه یې د خپلو بندي وګړو خلاصول لومړیتوب دی.
نوموړي تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې دوی به پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو ورسره بندي امریکايان راخوشې کړي.
هغه ویلي، په د اړه د دوی ځانګړي استازي ټام ویسټ له یو شمېر طالب چارواکو سره هم خبرې کړې دي.
هغه نه دي ویلي چې تر اوسه یې په افغانستان کې څومره وګړي بندیان دي؛ خو ټینګار یې کړی چې د خپلو وګړو خوشې کول واشنګټن ټه لومړیتوب دی.
بل لورته امریکايي رسنۍ « سي بي ایس» ویلي چې تر اوسه له طالبانو سره شپږ امریکايي وګړي بندیان دي، خو دا نه ده مالومه چې دوی یې چېرته ساتي.
یادې رسنۍ د بندیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه له طالبانو سره د راین کوربټ په نوم د یو امریکايي هویت معلوم دی، چې کابل کې یې د بلوم افغانستان په نوم یو شرکت درلود.
د یادونې ده چې طالب چارواکو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance