The news is by your side.

د اوکراین ولسمشر اوسلو ته لاړ

خبریال وېبپاڼه: د اوکراین ولسمشر د شمالي اروپا دویمې سرمشریزې کې د ګډون لپاره اوسلو ته ورسېد.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دی د ناروې، ډنمارک، آیسلنډ، فنلنډ او سویډن له مشرانو سره په ګډه د دفاعي، سیاسي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او همدارنګه په اروپا کې د خپلې د ګډې راتلونکې په اړه خبرې وکړي.
زیلنسکي ویلي، چې تر دې ور هاخوا به هم له یو شمېر چارواکو، سیاسونو او ان سوداګرو سره وویني.
هغه له ناروې مننه کړې چې د روسیې خلاف یې له دوی سره مرسته کړې.
نوموړی داسې مهال اوسلو ته سفر کوي، چې تازه یې امریکا ته په خپل سفر کې له بایډن سره په کتنه کې د مرستې غوښتنه کړې.
زیلنسکي ویلي، که لویدیځ غواړي چې اوکراین روانه جګړه وګټي؛ نو په کار ده چې هر اړخیزې پراخې مرستې ورسره وشي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance