The news is by your side.

جان اڅکزی: د پاکستان حکومت باید له افغانستان غچ واخلي

خبریال وېبپاڼه: د بلوچستان د اطلاعتو وزیر جان اڅکزي په دېره اسماعیل خان کې پر پاکستاني پوځیانو شوي برید ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان باید خاموش پاتې نه شي او ژر تر ژره ه افغانستان څخه ددغه برید غچ واخلي.
هغه ویلي، تش په غندلو هیڅ هم نه کېږي او پاکستان باید د افغانستان پر خاوره پراخ هوايي عملیات وکړي.
اڅکزي ویلي، موږ باید امریکا ته نورې اډې هم ورکړو، چې له دې خاورې پر افغانستان هوايي بمباري زیاته او د افغانستان اوسنی حکومت خاموش کړي.

نوموړي نن سهار په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، یوازې غبرګون بسنه نه‌کوي؛ بلکې دوی باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو، ځانګړو عملیاتو، هوايي بریدونو، له افغانستان سره د پولو تړلو او د ټولو افغان کډوالو ویستو په اړه فکر وکړي

اچکزي زیاته کړې، باید طالبانو ته پیغام واستول شي چې دوی نور دوه‌مخې لوبه نه‌شي زغملای.

په دې اړه تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده، چې تېره ورځ په ډېره اسماعیل خان کې د امنیتي ځواکونو په یوه مرکز برید کې د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر د خپلو ۲۳ پوځیانو او ۶ وسله‌‌والو وژل تایید کړي دي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance