The news is by your side.

د خوړو نړیوال پروګرام د اروپايي ټولنې د مرستې له اعلان هرکلی کړی

خبریال وېبپاڼه: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د اروپآيي ټولنې د ۲۵ میلیونه یوورو مرستې د اعلان هرکلی کړی.
یادې ادارې ویلي چې دا نوې بسپنه به په افغانستان کې وږو او بې ځایه شویو کورنیو ته د خوړو په رسولو کې مرسته وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام په خبره، په هرو درو افغانانو کې یو نه پوهېږي چې د راتلونکي وخت ډوډۍ به له کومه مومي او دا په داسې حال کې ده چې سخت ژمی هم راروان دی.
دوی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تازه یونسیف ویلي، راتلونکی کال تر ۲۰ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د یادونې ده چې سږکال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدو له کبله زیاتو موسساتو خپلې مرستې کمې او ځینو یې بندې کړې.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance