The news is by your side.

ټانک سیمه کې د پاکستاني پولیسو په مرکز برید شوی

خبریال وېبپاڼه: د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د پولیسو پر یو مرکز برید شوی، چې تر اوسه په کې د دوه پاکستاني سرتېرو وژل تائید شوي دي.
باوري سرچینو ویلي، چې لومړۍ د درنو چاودونو غږونه اورېدل شوي او تر هغې وروسته برید پیل شوی.
یاد برید نن سهار شاوخوا درې بجې پیل شوی، چې تر شپږو بجو یې دوام کړی.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، سیمې ته تازه دمي ځواکونه هم ور رسېدلي دي.
لاهم په برید کې پاکستاني لوري ته د اوښتو تلفاتو وروستی شمېر نه دی مالوم.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی؛ خو درې ورځې وړاندې په دېره اسماعیل خان کې د تحریک جهاد پاکستان ډلې له لوري پر پاکستاني پوځيانو موټر بم چاودنه شوې وه، چې له پنځوسو ډېرو پاکستاني پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه، چې مسوولیت یې تحریک جهاد پاکستان ډلې ومانه.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance