انصار الجهاد ډلې د پاکستاني پولیسو پر مرکز د برید مسوولیت منلی
خبریال وېبپاڼه: انصار الجهاد ډلې د پاکستاني پولیسو پر مرکز د برید مسوولیت منلی.
انصار الجهاد ډلې نن د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د پولیسو پر یو مرکز برید وکړو، چې تر اوسه په کې د دوه پاکستاني سرتېرو وژل تائید شوي دي.
باوري سرچینو ویلي چې لومړۍ د درنو چاودونو غږونه اورېدل شوي او تر هغې وروسته برید پیل شوی.
یاد برید نن سهار شاوخوا درې بجې پیل شوی، چې تر شپږو بجو یې دوام کړی.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، سیمې ته تازه دمي ځواکونه هم ور رسېدلي دي.
لاهم په برید کې پاکستاني لوري ته د اوښتو تلفاتو وروستی شمېر نه دی مالوم.
د یادونې ده، چې درې ورځې وړاندې په دېره اسماعیل خان کې د تحریک جهاد پاکستان ډلې له لوري پر پاکستاني پوځيانو موټر بم چاودنه شوې وه، چې له پنځوسو ډېرو پاکستاني پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه، چې مسوولیت یې تحریک جهاد پاکستان ډلې ومانه.