The news is by your side.

بلوچ: د ټي ټي پي مشران لاس تړلي را وسپارئ

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي چې د ټي ټي پي مشران لاس تړلي ور وسپاري.
د یا وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې دوی له ټي ټي پي سره خبرې نه کوي؛ بلکې د دې پرځای باید طالبان دا ډله او مشران یې اسلام اباد ته وسپاري.
هغې یو وار بیا د دېرې اسماعیل خان برید په اړه ویلي چې طالبان باید په دې اړه جدي څېړنې وکړي.
د بلوچ د څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي؛ خو وړمه ورڅ یې ویلي وو چې پاکستان باید هر څه له دوی پورې ونه تړي.
د یادونې ده چې د دغه برید په اړه پاکستان حکومت اسلام اباد کې د طالبانو سفیر هم احضار کړی و.
که څه هم د دغه برید مسولیت تحریک جهاد ډلې ومانه؛ خو پاکستان وايي، طالبان په خپله خاوره کې ټي ټي پي ته ځای ورکوي او له هغه ځایه پاکستان کې مهم بریدونه پلانیږي.

ځواب ورته ورکړئ‌