پاکستاني پوځیانو بلوچ لاریون کوونکي نیولي
خبریال وېبپاڼه: پاکستاني پوځیانو د اسلام اباد پریس کلب مخې ته بلوچ لاریون کوونکي نیولي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کېږي چې د پاکستان پوځ پر بلوچو مېرمنو هم لاس پورته کوي او په کنداغونو یې وهي.
دغه راز دوی هلته پر لاریون کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز هم استعمال کړی او اوس مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون زیات شمېر لاریون کوونکي جیلونو ته وړل شوي دي.
د یاد لاریون یوې مشرې مهرانګ بلوچ پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دوی ټول نیول شوي او نارینه لاریون کوونکو سره هیڅ تماس نه لري.
د هغې په خبره، یو شمېر مېرمنې او ماشومان سخت ټپیان شوي هم دي.
د پاکستاني پولیسو دغه ډول چلند توند غبرګونونه هم راپارولي.
د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فعالانو دا کار په کلکو ټکو غندلی دی.
د یادونې ده چې یاد لاریون څو ورځې وړاندې په بلوچستان کې « د بلوچانو نسل وژنه بنده کړئ» تر شعار لاندې پیل شوی وو، چې تېره ورځ یې اسلام اباد ته هم ورسېد.