پاکستان: ترهګري د نړۍ امنیت ته ګواښ دی
خبریال وېبپاڼه: د ایراني چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې پاکستان ویلي، چې ترهګري د سیمې او نړۍ امنیت ته لوی ګواښ پېښوي.
د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا د یکشنبې په ورځ د خپل هېواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په قول وویل، چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د ترهګرو د پناهځایونو مخه ونیسي.
پاکستان د ایران پر ادعا پرون په خپل غبرګون کې وویل، چې تروریزم د ټولې سیمې او نړۍ لپاره خطر دی او د دوه اړخیزې او سیمه ییزې همکارۍ له لارې یې مخه نیول کېدای شي.
د یادونې ده، چې د جمعې په ورځ د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې په یوه برید کې ۱۱ ایراني پولیس ووژل شول.
له دې پېښې وروسته ایران وویل چې بریدګر له پاکستانه ورغلي وو.
د دې برید مسوولیت د جېش العدل په نوم ډلې په غاړه واخیست.